افغانستان

امريکا سفارت کابل کې خپلو اتباعو ته د احتياط کولو امر کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۶مه ۱۳۹۳ل):کابل کې د امريکا سفارت د يوې اعلاميې په ترڅ کې امريکايي اتباعو ته خبرداری ورکړی، چې پر دوی د بريدونو جدي ګواښونه موجود دي او کابل مېشتي امريکايان بايد د امنيتي ګواښونو له امله ډېر احتياط وکړي.

اعلاميه کې راغلي، چې دوی داسې پټ معلومات تر لاسه کړي، چې پر امريکايي اتباعو د بريدونو لپاره قوي پلانونه جوړ شوي او دوی بايد په دې اړه متوجه اوسي.

د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په ګڼو سيمو کې امنيتي حالات ډېر ترينګلي دي او د ګډ حکومت له لوري امريکا سره له امنيتي تړون وروسته پلازمېنه کابل کې بريدونه او چاودنې ډېرې شوي دي.

د ملي امنيت لوی ريس رحمت الله نبيل کابل کې د چاودنو او نا امنيو په اړه وايي، چې د دوی د معلوماتو له مخې طالبان د کابل شاوخوا سيمو کې ۱۰۷ خوندي مرکزونه لري او د دې تر څنګ په کابل کې له سلو زياتې ناقانونه وسله والې ډلې فعاليتونه کوي او په ګڼو جرمونو کې لاس لري.

نبيل زياتوي، چې د کابل د ۲۶ دروازو څخه يوازې څلور يې د امنيتي ارګانونو له خوا اداره کيږي او پاتې ۲۲ دروازې د مخالفينو پر مخ خلاصې دي او هر وخت چې وغواړي، کابل ته داخلېدای شي او کومو دروازو کې، چې دوی د سکن ماشينونه لګولي، له څلور ويشت ساعتونو څخه يوازې يو ساعت چالان وي او مسؤولين د پاتې درويشتو ساعتونو تېل غلا کوي او ماشين چالان نه وي.

ښاغلي نبيل پلازمينه کابل کې د نا امنيو د زياتوالي لاملونو ته په اشارې زياتوي، چې کابل کې اتيا سلنه موټر د اشخاصو پر ځای د بېلابېلو شرکتونو په نوم دي او همدا رنګه د زورواکانو او نامسؤولو وسله‌والو سلګونو مرمۍ ضد موټر له اسنادو پرته کښته پورته ګرځي او په ډېر نا امنيو کې لاس لري.

نبيل وايي، چې دوی لازمه بوديجه نه لري، چې خپل کارګران او اداره پرې قوي کړي او تر اوسه هم افغانستان قوي ستراتيژي نه ده جوړه کړې، چې د هېواد امنيتي چارې په کومه طريقه سمبال کړي او که امنيتي چارې مو همداسې روانې وي، نو په لنډ وخت کې د امنيت راوستل ناشوني بريښي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x