fbpx

یوناما: زندانیان په «برقي شارټونو» اقرار ته اړ کېږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۶مه، ۱۳۹۳ل): په کابل کې د ملګرو ملتو ځانګړې اداره یوناما وايي چې په افغان زندانونو کې په برقي شارټونو زندانیان اقرار ته اړ کېږي.

د دې ادارې د راپور له مخې پر دې سربېره د لرګي، پایپ او کېبلونو په وهلو سره هم زندانیان دې ته اړ کېږي چې په هغه جرم چې دوی پرې تورن دي، اعتراف وکړي.

یوناما په خپل خپاره کړي راپور کې ویلي چې دوی د افغانستان د زندانونو دوه کلنی وضعیت څېړلی او په خبره يې د پخوا په نسبت ښه شوی دی، خو لا هم په بشپړه توګه پکې شکنجې نه دي کمې شوې.

یوناما په دې راپور کې د ۲۰۱۳-۲۰۱۴م کالونو په اوږدو کې د افغان زندانیانو حالات تر نظر لاندې نیولي او د نوي حکومت چلند يې له پورته شکنجو سره – سره د پخوا په پرتله ښه ګڼلی.

په کابل کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی نیکولاس هیسم وايي چې دوی له ګډ حکومت سره په دې برخه کې مرسته کولای شي.

یوناما وايي چې دوی دا راپور په دوو کلونو کې له ۷۹۰ زندانیانو نه په پوښتنو سره برابر کړی دی، چې په ۲۸ ولایتونو کې يې دا سروې بشپړه کړې ده.

د دې راپور له مخې په ۱۰۵ تنو ماشوم زندانانو کې يې له ۴۴ تنو سره خورا بد چلند شوی دی.

یوناما په داسې حال کې د افغان زندانیانو وضعیت د پخوا په پرتله ښه ګڼلی، چې څو ورځې وړاندې د هرات ولایت په مرکزي زندان کې یو تن زنداني ژوندی په اور سوځول شوی و، چې روغتون ته له رسولو وروسته يې برخلیک معلوم نه شو.

تر دې وړاندې په پلازمېنه کابل کې د څرخي پله په زندان کې د یو ۹۳ کلن زنداني له دریو کلونو شکنجو وروسته زړه ودرېد، چې د بشري حقونو فعالانو يې په اړه کومې څرګندونې نه دي کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د