افغانستان

روزګان: د چورې ولسوالۍ سرپرست امنیه قومندان ووژل شو

Uruzgan_MAPنن ټکی آسیا: د روزګان ولایت د چورې ولسوالۍ امنیه قومندان ووژل شو، او دهغه درې تنه ساتونکي ټپیان شول.

د روزګان ولایت د امنیه قومندانۍ چارواکو رسنیو ته وویل چي نن سهار د چورې ولسوالۍ د سیري په کلي کې ددې ولسوالۍ د سرپرست امنیه قومندان ګل محمد پر موټر ماین وچاودېد چي له کبله يې خپله ګل محمد مړ او درې تنه ساتونکي يې ټپيان شول.

هغوی په دې اړه نور معلومات ورنکړه، او نه هم طالبانو تر اوسه ددې پيښي په اړه کوم خبر ورکړی.

باید وویل شي چي دروزګان په ولایت کې چي له ډیري مودې راهیسي په کښي د طالبانو عملیات خورا کم وه، په کابل کې د ولس مشر حامد کرزي د سلاکار جان محمد خان چي د نومړي ولایت والي هم پاته شوی وو، د وژني وروسته د طالبانو په عملیاتو کې خورا زیاتوالی راغلی دی، او هلته ورځ تر بلي امنیتي وضعه په خرابیدو ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x