افغانستان

طالبانو په غور کې د خپلو ملګرو د تسلیمي خبر رد کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۶مه، ۱۳۹۳ل): طالبان وايي د دولتي چارواکو هغه دعوه چې ګواکې په غور کې له دوی سره د قومندان په ګډون څو تنه طالبانو یوځای شوي دي په کلکه ردوو.

طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې په غور ولایت کې د عبدالهادي په مشرۍ څو تنه له دولت سره هغه کسان یو ځای شوي چې د دوی په خبره د دولتي چارواکو په همغږۍ يې په سیمه کې د طالبانو په نامه د خلکو د ځورولو دنده په غاړه درلوده.

خبرپاڼه کاږي چې «د اجيري ادارې د غلو او اوباشانو یوه  ډله چې د مجاهدینو په نامه یې  له څه مودې راهیسي د ګرانو هیوادوالو په  ځورولو لاس  پوري کړی ؤ چې د اسلامي امارت  مجاهدینو له لوري  ترتعقیب لاندې شول، بالآخره تېره ورځ په خپل شوم پلان کې له سختي ناکامۍ سره مخ شول او د مجاهدینو له لوري  د نیول کېدو یا وژل کېدو له ډاره بېرته اجیرې ادارې ته وتښتیدل.»

دولتي چارواکو څو ورځې وړاندې خبر ورکړ، چې د غور ولایت په تولک ولسوالي کې د عبدالهادي په مشرۍ څو تنه طالبان د سولې له پروسې سره یو ځای شوي دي، خو طالبان وايي «موږ د دښمن دغه  له  دروغو ډکه  او له حقیقت نه لرې ادعاء په کلکه ردوو د اسلامي امارت  هیڅ کوم مجاهد دښمن ته نه  دی تسلیم شوی.»

طالبانو د دولتي چارواکو دغه ډول څرګندونې دولتي عسکرو ته د تسلې په خاطر بللې دي او ویلي يې دي چې «حقیقت دادی چې هره ورځ  د دښمن له صف نه  عسکر او پولیس او  اربکیان  د حقایقو په درک کولو سره  د اسلامي امارت  له مجاهدینو سره یوځای کېږي.»

یاده دې وي دولتي چارواکي په داسې حال کې پورته څرګندونې کوي چې لا هم په هلمند کې د دولت له لوري د طالبانو پر ضد عملیات روان دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close