افغانستان

د پښتونخوا حکومت یو ځل بیا افغان ملا امامان نیسي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب۶مه ۱۳۹۳ل): د خیبرپښتونخوا ایالت حکومت یو ځل بیا پولیسو ته امر کړی چې افغان ملا امامان ونیسي.

د پاکستاني رسنۍ ډان نیوز تلوزیوني کانال د خیبرپښتوخوا کورنیو چارو ریاست د چارواکو له قوله ویلي چې د خیبرپښتونخوا ایالت کې ۲۹۴ ملا امامان لا هم شته دی او د دوی په اړه معلومات یې کمشنرانو ته لېږلي دي.

نن چهارشنبه د کورنیو چارو ریاست پولیسو او نورو اړونده ادارو ته امر کړی چې ټول افغان امامان ونیسي او له امامته یې ګوښه کړي.

تر دې وړاندې هم په خیبرپښتونخوا کې پولیسو سلګونه افغان ملا امامان ونیول او له امامته یې لرې کړل. د پېښور په ځېنو سیمو ځايي خلکو د امامانو په ننګه له پولیسو سره نښتې هم کړي او ښايي دغه ۲۹۴ ملا امامان هماغه امامان وي چې ځايي خلک يې په ننګه ولاړ دي.

شاوخوا ۵ کاله وړاندې د پښتنو ملت پالو (نشنلیانو) حکومت په دغه ایالت کې د افغان ملا امامانو پر ضد عملیات پیل کړ. ملا امامان یې ونیول او د امامت څخه يې ګوښه کړل.

ویل کیږي چې د پېښور په تهکال، کارخانو، ګلبهار، بورډ، صدر، نوتیه، سپينۍ وړۍ، پاوکي، څمکنیو او نورو سیمو کې ځايي خلکو د ملا امامانو په ننګه هغه مهال د پولیسو سره نښتې کړې وې او پولیس يې نه و پريښي چې افغان ملا امامان ونیسي.

د پېښور تر برید وروسته پاکستان کې پولیسو د افغان مهاجرینو په نیولو او ځورولو یو ځل بیا پیل کړی دی. وروستي راپورونه ښيي چې په تېره جنورۍ کې یواځې د پاکستان د پولیسو د ځورونې له کبله ۲۲زره افغان مهاجرین د تورخم د لارې افغانستان ته تللي دي.

پاکستان کې اوسیدونکي افغان مهاجرین وايي چې د پښتونخوا ولس سره یې په تېرو ۳۰ کلونو کې خورا ښه ژوند کړی او دوی دې د تېرو ۳۰ کلونو په ښو اوبه نه تویوي.

پاکستان وايي چې اوسمهال په پاکستان کې ۱،۶ میلیونه افغان مهاجرین په قانوني توګه اوسیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ف-ا

دیر ښه ییی ورسره کړیدی. دوی به د خپل ملک د ورانولو لپاره د ملت بچی منجرف کول او افغانستان به یی د کفر ملک معرفی کاوه. یوځل پاکستان دا ملاصاحبان لاس تړلی د امریکا به لاس ورکړل خو دوی عبرت وا نه خیست پریږده چه ویی شړی او د خپل ملک قدر ورته معلوم سی

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x