
پنجشیر: واورې ښوېدنې له کبله د وژل شوو کسانو شمېر ۸۵ ته پورته شو
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۶مه ۱۳۹۳ل): د هېواد په شمال ولایت پنجشیر کې واورې ښوېدنې ۸۵ کسان وژلي.
د پنجشیر ولایت سرپرست والي عبدالرحمن کبیري نن د کب په ۶مه رسنیو ته ویلي چې د وارو له کبله ۸۵ کسان وژل شوي، ۳۰ ټپیان دي او د ۷۰ نورو ژوند له خطر سره مخ دی.
هغه ویلي چې لسګونه کورونه د واورو لاندې شوي او ښايي د تلفاتو شمېر نور هم زیات شي.
د کبیري په وینا په تېرو دوو ورځو کې تر متر هم ډېره واوره شوې چې ډېرې لويې لارې يې تړلې دي.
د پنجشیر چارواکو د مرکزي حکومت څخه بېړنۍ مرستې غوښتي او ګواښ یې کړی که عاجلې مرستې ونه کړي، ښايي ډير تلفات رامنځته شي.
د راپورونو له مخې هغو سیمو کې چې ډيره واوره ښوېدلې د کنج، بازرک، پارین او د پنجشیر مرکز ولایت مرکز دي.
څو ساعته وړاندې په دغه ولایت کې د پوهنې ریاست خبر ورکړ چې واورې ښوېدنې یو ښوونځی هم لاندې کړی دی.
د پنجشیر د پوهنې رییس عتیق اللله کریمي ویلي چې دغه ښوونځی په ابشار ولسوالۍ کې و. کریمي د تلفاتو په اړه معلومات نه دي ورکړي.
دا په داسې حال کې دی چې څو ورځې وړاندې د پنجشیر په ګاوڼد بدخشان کې هم د واورې ښويېدو له امله ۱۲ تنه ووژل شول.
تر هغه وړاندې هم د بدخشان په یمګان ولسوالي کې د واورې ښويېدو له امله ۲۰ کورونه تخریب او ۱۳ تنو ته پکې مرګ ـ ژوبله واوښته، چې د سیمې د خلکو له قوله تر اوسه ورسره هیڅ مرسته نه ده شوې.
یاده دې وي په بدخشان کې د واورې د ډېر اورښت له امله له مرکز فیض اباد سره د ۱۳ ولسوالیو لارې تړلې پاتې دي.