افغانستان

دکورنیو چارو وزارت: په تیره اونۍ کې ۳۴ پولیس، ۳۵ ملکیان، او ۱۲۲ تنه مخالفین ووژل شول

Siddiqullah_Siddiquiنن ټکی آسیا: د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چي په تیره اونۍ کې ۳۴ تنه پولیس، ۳۵ تنه ملکي وګړي او ۱۲۲ تنه مخالفین وژل شوي دي.

د یادي ادارې ویاند غلام صدیق صدیقي نن په کابل کې یوې مطبوعاتي غونډي ته وویل چي د پولیسو له خوا په تیره اونۍ کې ۲۱ جګړیز عملیات تر سره شوي، چي د هغو څخه ۶ عملیات یوازي پولیسو او په پاته نورو عملیاتو کې بهرني ځواکونه هم ورسره شریک وه.

د نومړي په وینا په یادو عملیاتو کې ۳۴ تنه پولیس ووژل شول، او ۴۴ نور ټپيان شول، او د مقابل لوري ۱۲۲ تنه مخالفین ووژل شول، او ۱۳۸ يې نور ژوندي ونیول شول.

هغه زیاته کړه چي په تیره اونۍ کې ۳۵ تنه ملکي وګړي ووژل شول، او ۶۶ نور ټپيان شول، چي زیات شمیر يې د سړک د غاړي په بمونو کې وژل شوي او ټپيان شوي دي.

هغه زیاته کړه چي په تیره اونۍ کې اته تنه سرښندونکي بریدګر هم مخکي لدینه چي خپل هدف ته ورسیږي د امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوي دي، او څلور يې نور شنډ کړه شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x