شعـــــرونه

د کلي مسجد

شاعر: عرفان الله عرفاني

زموږ دخړ کلي مسجد اوس کنډواله غوندې دی
بس يو محراب يې ښکاري
منبر يي رنګ دی په سرو وينو باندې
اوس يې هادنګې منارې نه وينم
اوس مې ترغوګ دآذان غږنه راځي
نه يې امام نه مؤذن وينمه
نه مقتدي نه يې خادم وينمه
هادمسجدڅنګ کې ولاړه حجره هم  ړنګه ده
چې به دېره پکې همېش وه مسافرطالبان
ټول څڼورطالبان
په ونه دنګ لکه نښترطالبان
ورته راتلل به لراوبر طالبان
ورته به شېخ صاحب په مينه سبقونه ويل
چابه واړه اوچابه غټ غټ کتابونه ويل
څومره عجيبه وخت وه
له دې شاو خواکلو به
په ډلوډلوماشومان هم راتلل
تنکولاسوکې به يې
وې رانيولې سپارې دقرآن
چابغدادي قاعده
استاد به ناست وه په صفه دمسجد
ټول ماشومان به ترېنه چارچاپېروه
چابه الف اوچابه با ويلې
چاکليمې دلا اله ويلې
اوس تشې تورې دي دکلي کوڅې
چې به چڼيان له مدرسې نه ورتلل
دوظېفې لپاره
بس ددکلي په مسجدکې نورڅه نه دي پاتې
يوڅوکتابه  په تاخچوکې ګردوهلي  ايښي
ورباندې ليک دی يويادګار دمسافرطالب جان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حمزه{صادق}

ماشا الله

حنيف

دير خكلي شعر وه خو يو بيت بايد اصلاح شي جي معنى يي بالكل غلطه ده
تا ليكلي: چاکليمې دلا اله ويلې..
لا اله معنى ده نشته اله او معبود برحق..
دلته بايد إلا الله (مكر الله) هم ورزيات شي جي معنى يي صحي شي

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x