کله چې د ولسمشر معده دوه سلنه کار کوي!

ليكوال: میوند پښتون

له ډاکټر اشرف غني سره له نږدې ډېر ناست ولاړ یم، له شک پرته  د عجیبه حرکاتو مجموعه یې بللی شو.

کله په خبرو کې ډېر خوږ او صمیمي شي، هره خبر یې جان او قربان وي،  تر دې چې ورسره ناست شخص فکر کوي چې نوموړی تر هر چا ډېر د همده دوست او تر هر چا مهربانه شخص دی، کله غیر اختیاری دومره وخاندي چې مخامخ شخص وارخطا شي چې له ډېرې خندا ونه لویږي، خو کله دومره عصبي شي چې پر ځان کنترول له لاسه ورکړي مخامخ کنځل، د مشرانو او مخورو رټل او سپکول ورته معمول شي، په کوچنۍ خبره له پطرولو هم ژر اور اخلي.

یو ځل په روژه کې ترې ما وپوښتل چې ډاکټر صاحب له روژې سره څنګه یې ان شاءالله ښه به تېرېږي؟دی په خندا شو ویل یې زما خو دوه فیصده معده پاتې ده ډاکټران راته وايي چې ته باید هر دوه ساعته وروسته خوراک وکړې  نو روژه څنګه ونیسم؟

د دوه سلنه معدې، دې خاوند له ټاکنو وړاندې پر ولس ځان ډېر پرېکنده او جدي شخص منلی و او ویل به یی چې سازش او انعطاف یې په قاموس کې ځای نلري، زه پر دې نه غږېږم چې هغه ارګ ته د رسېدلو لپاره څومره سازشونه وکړل، د څوکۍ د ساتلو لپاره یې څومره  شاتګ او انعطاف وکړ، څومره لوی خطرونه او ذلتونه یی ومنل او…  زه  دې ته اندېښمن یم چې هغه اشرف غني چې ما له نږدې لیدلی کتلی دی  په  دوه سلنه  معده به  دا دروند بار څنګه  وړلی شي؟ دلته د خپلو لیدلو او اورېدلو څو بېلګې له درنو لوستونکیو سره شریکوم:

مولوی بلوچ چې د کرزي له نږدې مشاورینو و او اوس په قوي ګومان  له اشرف غنی سره مشاور دی  راته  کیسه وکړله چې تېره اونۍ په ارګ کې له اشرف غني سره ناست وم چې د قبایلو کورناستی وزیر  ډاکټر اکرم خپلواک، اشرف غني  ته نږدې ورغی او په غوږ کې يې ورته څه وویل، کله چې خپلواک خوله  اخوا کړه نو اشرف غني  ورته ډېر په غوسه  مخ ور واړاوه او ورته یې وویل چې نه پوهېږم ته خر یې او که زه درته خرښکارم!؟

د ولسمشرۍ څوکۍ ته د کاندیدانو د نوم لیکلو شپې ورځي وې،  چې د ولسمشرکرزي کتلو  ته ارګ ته  ورغللو، کرزي د خدای په امانۍ په وخت کې موږ  ته وویل چې ډاکټرصاحب اشرف غني راته وویل چې که خوښه دې وي ځان ولسمشرۍ ته کاندیدوم، هغه وویل چې ما ورته په ټوکه وویل چې ډاکټرصاحب دا خو، ښه خبر ده خو ارګ ته له راننوتلو وړاندې دلته اته، نهه امبولانسونه ودروه، کرزي زیاته کړه چې اشرف غني په خندا راته وویل چې رییس صاحب پر امبولانسونو څه کوې؟ هغه زیاته کړه چې ماورته وویل چې  که ته ارګ ته راغللې  نو هره ورځ به دې پر نهو لسو کسانو پښې او لاسونه مات کړي وي دا به روغتون ته څنګه رسوې؟

ولسمشرۍ ته د غني د نوماندۍ ورځې وې له وړاندې ټاکلې نېټې سره سم یې  مازیګر کتلو ته ورغللو د ۱۵تنو نومونه مو مخکې ورکړي  وو د ده په یاورانو کې یو هم حاجي حبیب (د ده دساتنې د ډلې اوسنی مشر) و هغه  داسې  څوک و چې نه یې موږ خوښېدلو او نه زموږ خوښېده ــ دې شخص پخوا په استخباراتو کې لویه  څوکۍ درلوده  ــ  حبیب د غني  استخباراتي ساتونکي ته دنده ورکړې وه چې موږ له غني سره خفه کړي. کله چې موږ په دار الامان کې  دده کور ته ننوتلو نو دې استخباراتي   کس خپله استخباراتي لوبه وکړه پدې خاطر چې موږ غوسه کړي موږ ته یې وویل چې  حاجي حبیب  خو نشته تاسو چا ته ورځئ  او له چاسره موکاردی، زموږ ملګرو ورته وویل چې  موږ له ډاکټر صاحب اشرف غني سره وعده لرو او هماغه ګورو، له حاجي حبیب سره مو کارنشته او که  هغه وي او که نه مهمه نده.

دا شخص نیغ د اشرف غني خونې ته ورغلی وو  او ورته یې ویلي  و چې دا ځوانان خو ډېر په غوسه دي، حاجي حبیب ته ښکنځل کوي  او ډېر نیغ دي. هغه هم بې  له دې چې حقیقت معلوم کړي دروازې  ته موږ ته راغی موږ درګرده تالاشي ورکوو چې  ده  له سلام کلام، ستړي مه شي او خوار مه شي پرته پټکې پیل کړې او دومره په غوسه و چې له خولې یې زګونه وتل، ویل یی تاسې ډېر بې ادبه ځوانان یاست د مشرانو احترام نه کوئ، له تاسو موږ څه تمه ولرو، تر څو مو چې بخښنه نه وي  غوښتې  او ماته  مو اوه پسونه  د عذر لپاره نه وي راوستي  والله که درسره کینم، نورې غوسې یې هم وکړې او  همداسې خپلې خونې ته لاړ. ټول حیران شو چې دا څه وشول، دا موږ کومه بې ادبي کړې، د ده د کور مو څه سپکاوی کړی  چې ډاکټر صاحب پخپل کور کې دومره ورټلو  او دومره راته  غوسه دی. کله چې په موضوع پوه شو نو دا مو مناسبه وګڼله چې موږ هم  باید د ده په څېر ژر په غوسه نشو، یو ځل ډاکټر صاحب  په حقیقت پوه او دسیسه شنډه کړو بیا به د اینده انډیوالۍ لپاره ګورو، نیم ساعت وروسته د ده خونې ته ورغللو  دده عصاب ارام شوي و ورو -ورو مو پوه او د ملګرو خوا ته له ځان سره روان کړ هلته یې بیا داسې ټوکې او ټکالې راسره کولې لکه زموږ همزولی چې وي. پر هر یوه یې کوم نیم چایبر چای وڅښه.

ډاکټر صاحب  اشرف غني د ماليې وزیر و، کتلو ته یې د ده دفتر ته  ورغللو ، دېرش کسه مخور سپین ږیري او قومي مشران  له لوګره راغلي و زه  یې هم له ځان سره روان کړم، خبرې مو پیل کړې چې  سکرتر یې ورته وویل چې د نهمې حوزې د پولیسو مشر  ټينګارکوي چې   له ډاکټر صاحب سره مې ضرور کار دی او تیلیفون ورکړه، ده هم ګوشي واخیست، ورو ـ ورو په فون کې جذباتي کېده  تردې چې مقابل اړخ ته وایي  دده ښځه و… دده مور  و…، دده خور و… دامورده ګاوان دي ته یې ماته په ګوتو راکړه دادی اوس پولیس درلېږم…. دوی زما له نوم نه بده استفاده کوي، دوی ما شرموي ته صبروکړه اوس ورسره ګورم. د خبرو او ښکنځلو له جریان څخه پوه شو چې معارف وزارت غوښتل  په نهمه حوزه کې  کوم ښوونځي جوړ کړي، په کومه دولتي  ځمکه کې چې ښوونځی جوړېده چا پرې دعوه کړې وه چې ګویا دا ځمکه داشرف غني ده او زه یې ناظر یم  نو تاسو ته د ښوونځي جوړولو اجازه نه درکوم، د حوزې مشر اشرف غني ته فون کړی و چې معلومات ترې واخلي.

د فون له ايښودلو وروسته  یې هم په سر کې درې  کیلو زهر و  همداسې ښکنځلې یې کولې څو دقیقی نور هم ورسره  ناست  وو موږ ویل اوس مو دومره زحمت ویستی وخت مو اخستی، له لوګره راغلي یو بیا دی چیری اوزګار دی  چې موږ ته وخت راکړي خو دده عصاب ارام نشول. موږ یو بل ته وکتل په سترګو کې پوه شو چې دده ماغزه ژر ځای  ته نه راځي  ځئ چې ځو له ده مو اجازه وغوښته ده هم همدومره وویل چې ځئ لاړشئ نور نه خدای پاماني  نه لاس ورکول او نه د دفتر تر دروازې وتل او نه …

د ولسمشرۍ په تېرو ټاکنو کې دده ورور حشمت غني  او په ولسي جرګې کې  د کوچیانو اوسني  استازي حاجي نذیر په ګډه له ده څخه څلورلکه او تیازره ډالر پټ کړي و  خو په ویش سره نه جوړېدل  او  دی  پرې خبر شو دواړه یې له خپل سپي سره په یوه پنجره کې واچول ، درې ساعته وروسته  یې د سپین ږیرو په عذر راووېستل.

نور دې نو الله ج پردې ملت ورحمېږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
5 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حق جو
میلمه
حق جو

پښتونه که رښتیا پښتون وې نو دا خبرې به دې له ټاکنو مخکې کړي و اوس په ….. نغارې غږوې اوس یي کار درکړی که لیونی دی که په سد اوس په اوږو در سپور دی

saboor
میلمه
saboor

ﺩﻣﻘﺎﻟﻲ ﻟﻴﻜﻮﻧﻜﻲ ﺩﭘﺎﻛﺴﺘﺎﻥ اﻳﺠﻨﺖ ﺩﻱ اﻭ ﺩﻱ ﻭﻳﺒﭙﺎﻧﻲ ﻫﻢ ﻭﺭ ﺳﺮﻩ ﺧﻮﺷﻪ ﺩﻩ

صفي الله
میلمه
صفي الله

د ښاغلي ولسمشر له قوارې د هغه عصبي نا ارامي مالومېږي، زما په اند ليکوال ډېرې پر ځای نکتې بيان کړې دي، ضرور نه ده چې د يو چا مينه دې د هغه د مينانو له سترګو د هغه عيبونه لرې کړي، دا بې انصافي ده

غوربندي
میلمه
غوربندي

د اشرف غني ضمیر که یو فیصد هم کار کولای نو تر سل فیصده معدې او تریخي یې مونږ او تاسو ته ګټه ډېره وه.

که چیرته زمونږ مفکر ضمیر او ذره ایمان لرلای نو د دا دوه فیصده معدې سره تړلو اعصابو به یوه ورځ د اشغالګرانو په وړاندې هم ودرولی وو.

زه مفکر صیب ته په خپل کار او چالاکی کې افرین وایم خو نفرین دې پر هغو یي چې اشرف غني ته رایې ورکړې او اوس بیا د معدې د چینجیانو په شان د هغه پلاسټیکي خېټه نه شي دردولای تر څو یې د پاملرنې وړ وګرځي.

ف-ا
میلمه
ف-ا

ملګری مطلق دی دروغ لیکلی او شرم دی درته چه دروغ وایی. د ولسمشری نه وړاندی یوځل زه هم ورسره د پکتیا د سپین ږیرو په موجودیت کی ورسره کښیناستلی یم. دا څه چه تا لیکلی دی په هغه کی داسی خصوصیات نسته. هو جدی انسان دی او بی منطقه خبره نه اوری. موژ افغانان چه په بی منطقی مو ځان تباه کړ اوس د منطق کار هم را ته بی منطقه ښکاری.
شرم درته پکار دی دروغ مه وایه