ورزش

متحده عربي امارات نېږدې و چې د ایرلینډ غرور مات کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۶مه ۱۳۹۳ل): د یوې سختې مسابقې وروسته آیرلینډ متحده عربي امارتو ته په دوه وکټونو ماتې ورکړه.

نېږدې و چې عربي امارات د آیرلینډ غرور له خاورو سره خاورې کړي خو ولسن او کیون اوبراین خپلې لوډلې ته بریا ورکړه.

آیر لینډ په وروستي اور کې ټاکل شوی ۲۷۹ منډو هدف پوره کړ.

ګیري ولسن د ۹ څلوریزو پر مټ ۸۰ منډې او اوبراین د ۸ څلوریزو او ۲ شپږیزو پر مټ ۵۰ منډې جوړې کړې.

په ننۍ لوبه کې لومړی پال سټرنګ په دوهم اور کې په ۳ منډو وسوځېد.

د آیرلینډ دوهمه ویکټ امجد جاوید واخېستله. ایډ جوایش او پوټر فیلډ نسبتا ښه لوبه وکړه، دوی دواړو ۶۸ منډو شراکت وکړ.

ولیم پوټر فیلډ او نیل اوبراین ۳۷ او ۱۷ منډې جوړې کړې او محمد توقیر په بالونو وسوځېدلې. همدا راز اینډي بلبرین د ۳۰ منډو په جوړلو سره د محمد نوید په بال وسوځېد.

تر هغه وړاندې د آیرلینډ کپتان پچه وګټله او د لومړی توپوهنې پریکړه یې وکړه. عربي اماراتو د شیمان انور د ښې توپوهنې پر مټ ۲۷۸ منډې جوړې کړې.

شیمان انور په یوازې ۷۸ بالونو د لس څلوریزو او یوې شپږیزې پر مټ سلیزه پوره کړه. نوموړی په نړیوال جام کې د عربي اماراتو لومړنی لوبغاړی دی چې سلیزه وهي.

عربي اماراتو پیل ښه و. خو وروسته له سختو ستونزو سره مخ شو. هغوی په ۳۵ اورنو کې ۱۳۰ منډې جوړې کړې وې او خپل ۶ مهم لوبغاړي یې د لاسه ورکړي وو خو شیمان په میدان ودرید او آیرلینډ ته يې ښه هدف ورکړ.

شیمان لومړی د خرم خان او بیا امجد جاوید سره ښه شراکت (پارټنرشيپ) جوړ کړ چې ددغو شراکتونو په مرسته یې ښې منډې وکړې.

شیمان په ۱۰۶منډو وسوځېد. تر شیمان وروسته امجد جاوید ۴۲ او خرم ۳۶ ښې منډې جوړې کړې.

د آیر لینډ د لوري په توپ اچونه کې کیون اوبراین، کیوسیک، سورینسن او سټرلینګ دوه دوه ویکټې واخېستلې.

په روان نړیوال جام کې د دواړو لوبډلو دا دوهمه لوبه وه. آیر لینډ خپلې دواړه لوبې وګټلې او عربي اماراتو خپلې دواړه لوبې وبایللې.

آیر لینډ په روان نړیوال جام کې په دوهمو درجه لوبډلو کې له خطرناکو لوبډلو څخه شمېرل کیږي. دغې لوبډلې په روان نړیوال جام کې ویسټ انډيز او پخوا یې پاکستان او انګلینډ ټيمونو ته ماتې ورکړي.

ننۍ سیالۍ کې هم نېږدې وه عربي امارات سیالي وګټي خو ددغې لوبډلې پر ځان باور د اماراتو هیلې او امیدونه خاورې کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حق جو

او تاسو هم ما شاءالله د غرور توري غرور ښه ورمات کړ ځکه درګرده یي په کرکټ خبرونو کې کاروئ غرور باید همداسې بي اهمیته وبلل شي

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x