افغانستان

ملګري ملتونه: د تیر کال په پرتله په افغانستان کې جګړې زیاتي شوي

un_logoنن ټکی آسیا: د ملګرو ملتونو په یوه تازه نشر شوي څلور میاشتني راپور کې ویل شوي چي د تیر کال ۲۰۱۰ په پرتله سږ کال په جنګ ځپلي هیواد افغانستان کې د امنیتي پيښو او جګړو کې څلویښت فیصده زیاتوالی راغلی دی.

په راپور کي راغلي چي که څه هم اوس په افغانستان کې تر ۱۴۰ زره زیات بهرني عسکر میشت دي، خو طالبانو په خپل تکتیکي عملیاتو او خاص بیا په پلازمینه کابل کې د وسلوالو بریدونو په شمیر کې ډیر زیاتوالی را وستلی دی.

په دغه راپور کې چي د ملګرو ملتونو امنیتي شورا ته وړاندي شوی، ویل شوي چي د کال ۲۰۱۱ په هره میاشت کې ۲۱۰۸ عسکري عملیات ثبت شوي دي، چي د تیر کال په پرتله په کښي ۳۹ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

چي ددغو عملیاتو ترکیز بیا په خاصه توګه د افغانستان په جنوبي او جنوب شرقي سیمو کې زیات دی، کومي سیمي چي د طالبانو اصلي او نورو ډلو اصلي مرکزونه بلل کیږي.

د راپور پر اساس د تیر کال په پرتله د ملکي وګړو د مرګونو په شمیر کې هم ۵ فیصده زیاتوالی راغلی دی، او ویل شوي چي د کال ۲۰۱۱ په لومړیو اتو میاشتو کې ۹۷۱ ملکي وګړي وژل شوي دي، چي ۷۵ فیصده ملکي وګړي د طالبانو او مخالفینو په بریدونو کې او ۱۲ فیصده د نړیوالو ځواکونو له لاسه وژل شوي دي.

د طالبانو له خوا په پلازمینه کابل کې د پراخو بریدونو او د حکومتي مسؤولینو وژني دا ثابته کړې چي د طالبانو په عملیاتو کې خورا زیات پراخوالی راغلی دی، او په کال ۲۰۱۴ کې د نړیوالو ځواکونو د وتلو د اعلان سره سم د هغوی عملیات نویو سیمو ته غځیدلي دي.

نړیوال ځواکونه پلان لري چي تر ۲۰۱۴ کال مخکي د افغانستان امنیتي چاري افغاني ځواکونو ته وسپاري او په دې لړ کې د هغوی روزنه په پراخه پيمانه په کار اچول شوې ده، خو شنونکي دا ناشونۍ او ګران کار بولي، چي نړیوال ځواکونه به خپل دغه هدف تر لاسه کړي.

د سږ کال په لومړي راپور کې چي څلور میاشتي تر مخه خپور شوی وو، ویل شوي وه چي د ملکي وګړو په مرګونو کې د تیر کال ۲۰۱۰ په پرتله ۱۵ فیصده زیاتوالی راغلی دی، په دې مانا چي کیدای شي سږ کال ۲۰۱۱ د امریکا د یرغل په لس کلنۍ دوره کې تر ټولو خونړی کال وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x