ورزش

افغانستان سبا د خپلې بقا لپاره جنګیږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب۶مه ۱۳۹۳ل): افغانستان په نړیوال جام کې دوې سیالۍ کړي، لومړۍ لوبه يې د ناکامې توپوهنې له کبله بنګلادیش ته وبایلله او دوهمه لوبه بیا په ګټلو حساب وه، ځکه سري لنکا لوبه په اسانۍ سره نه؛ بلکې په ډير کوښښ سره وګټله.

په هر حال افغانستان او سکاټلینډ خپلې دواړه وروستۍ سیالۍ بایللي دي.

سکاټلینډ د ۱۹۹۹ز کال راهیسې په نړیوال جام کې لوبیږي. دغه لوبډله په ۱۹۹۹ او ۲۰۰۷ کال کې په نړیوال جام کې لوبېدله.

افغانستان لومړی ځل دی او آي سي سي د کرکټ پوهان په اند د سپورټ په برخه کې یې رومانټیکه کیسه راوړې. دوی له چاودنو او جګړو تر قوي توپوهونکو او کلکو شاټونو پورې نادره کیسه راوړې.

سکاټلینډ او افغانستان د پرتله کېدلو پر مهال کرکټ پوهان وايي چې دواړه لوبډلې د کرکټ سترو سیالیو ته وتلي. افغانستان بیا په سکاټلینډ یو څه برتري لري، په ټولو ۸ لوبو کې يې ۵ ګټلي.

خو؛ افغانستان دا وار یو څه جوش، جذبه او د غچ اخېستلو اور په زړه کې لري.

سکاټلینډ د ابوظهبۍ په شیخ زاید لوبغالي کې افغانستان ته په ډير ستر توپیر ماتې ورکړه. افغانستان باندې ددغې سیالۍ بد اغېزه به لا هم وي.

د توپوهنې په برخه کې دواړه لوبډلې یو شی ښکاري، دواړه لوبډلې د پیل او پای ښه توپوهونکي نه لري او نه هم پرې باور کیدلای شي.

بالینګ ته په کتلو سره هم دواړه لوبډلې یو شی ښکاري. حمید حسن د سري لنکا خلاف ۳ ویکټې واخېستلې، د سکاټلینډ ۲ بالرانو د نیوزیلینډ په خلاف بیا ۳ درې درې ویکټې اخيستي دي.

د پنجشنبې د ورځې مسابقه دواړو لوبډلو لپاره په نړیوال جام کې مهمه ده. دواړه لوبډلې صفر پواینټ لري، که هر یو یې وګټي، پواینټونه یې مخکې ځي.

د هر څه سره سره دواړه دوهمه درجه لوبډلې دي، دواړه لوبډلې پر یو بل اغېز لري او دواړه یو بل سره برابرې لوبډلې ګڼل کیږي.

وروستۍ سیالۍ

افغانستان په تېرو پنځو سیالیو کې څلور بایللي او یوه يې ګټلې همدا راز سکاټلینډ هم څلور بایللي یوه یې ګټلې ده. دواړو لوبډلو وروستی ریکارډ برابر دی.

نوي څوک دي؟

میرویس اشرف د ټپي کېدو له کبله د لوبډلې څخه وویستل شو. افتاب عالم چې د بنګلادیش سره یې لومړۍ سیالي کړي ښايي د میرویس اشرف پر ځای راشي.

د میرویس اشرف پر ځای شفیق الله اخېستل شوی خو دا معلومات لا نشته چې نوموړی به په سبا لوبه کې لوبیږي که نه.

د عثمان غني په اړه لا هم هېڅ نه دي ویل شوي. نوموړی یو ښه لوبغاړی ګڼل کیږي خو تر دې دمه ورسره قسمت یاري نه ده کړې چې ولوبیږي.

لوبغالی او حالات

هوا ادارې وايي چې سبا ته به د تودوخې درجه ۱۶ وي. په دغسې حالاتو کې څوک توپ اچونه لومړی وکړي په ګټه يې تمامیدای شي. خو که لمر راوخيژي بیا توپ اچونکي هم کولای شي، ډيرې منډې جوړې کړي.

نوی بال د نیوزیلینډ په لوبغالو کې د توپوهونکو لپاره خطرناک ثابتیدلای شي. خو لنډې باونډرۍ بیا دغه خطر کموي او امکان لري چې ‌ډيرې منډې پرې جوړې شي.

لنډې باونډرۍ د قوي توپوهونکو سره مرسته کوي چې په اسانه شپږیزې او څلوریزې ووهي.

وروستۍ خبره

سیالي به څوک ګټي، دا تر وخت مخکې خبره ده خو فشار په دواړو لوبډلو دی. دواړه دوهمه درجه لوبډلې دي او دواړه کوښښ کوي چې د نمرو لست کې ځان پورته کړي. بریالی هغه څوک دی چې کوښښ وکړي او همېشه د لوبې د ګټلو په فکر کې وي.

لوبه سبا د کابل پر وخت د نیوزیلنډ د یونیورسټي اوول په لوبغالي کې د شپې په ۰۲:۳۰ بجو پیلیږي.

نن ټکی اسیا د تېر په څېر د افغانستان او سکاټلینډ تر منځ سیالي په ژوندۍ بڼه ښيي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حمزه{صادق}

ديرشه

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x