ورزش

افغانستان میرویس اشرف د لاسه ورکړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب۶مه ۱۳۹۳ل): افغانستان خپل قوي او پیاوړی توپ اچوونکی میرویس اشرف د لاسه ورکړ.

د راپورونو له مخې د افغانستان او سري لنکا تر منځ په لوبه کې افغان توپ اچوونکي میرویس اشرف ټپي شوی و چې له کبله یې د افغانستان کرکټ بورډ آی سي سي څخه غوښتنه وکړه چې پر ځای يې بل لوبغاړی شفیق الله شفیق ومني او نوموړی له لوبډلې وباسي.

آی سي سي تخنیکي کميټې د افغانستان کرکټ بورډ غوښتنه منلې او د میرویس اشرف پر ځای یې شفیق الله شفیق ته اجازه ورکړې چې په نړیوال جام کې ولوبیږي.

۲۵ کلن شفیق الله شفیق ۱۰ یو ورځېنۍ لوبو کې ۱۷۹ منډې جوړې کړي او ۶ لوبغاړي یې سوځولي.

میرویس اشرف ټپي کېدل د افغانستان لپاره بد خبر دی. نوموړی یو ښه بالر او ورسره ښه توپ وهونکی هم و.

وروستیو دوه سیالیو کې میرویس اشرف دوې ویکټې اخېستې وې او د نورو بالرانو په پرتله یې کمې منډې ورکړې وې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x