افغانستان

هلمند: دیوه برید له کبله لس تنه پولیس وژل شوی دي

(نن ټکی اسیا سپټمبر۲۰۱۱/۲۸) لښکرګاه:د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې ددولت د وسلوالو مخالفينو په يوه بريد كې لس پوليس ووژل شول. په لښکرګاه کې د امنيه قوماندانۍ د ګډې قرارګاه مرستيال سمونوال اسماعيل خان هوتک خبر رسنیو ته دتلیفون له لاري  وويل چې دا پېښه تېره شپه په درې نيمو بجو د نهر سراج د انتن په سيمه کې رامنځته شوې ده. هغه زياته کړه چې وسلوالو طالبانو د لښکرګاه او کندهار ترمنځ پر لويې لاره یوه امنیتي پوسته تربرید لاندی راوسته.

چې له امله يې لس پولیس وژل شوی  او څلور نور ټپيان شوي دي. د نوموړي په وينا، چي دپولیسو په جوابي بریدکی وسلوالوته هم مرګ ژوبله اوښتی ده  ، چې له امله يې د بريد کوونکو يو جسد هم په سيمه کې پاتې شوى دى. هوتك وايي چې يو پوليس لادركه دى او ګومان کېږي، چې وسلوالو مخالفينو له ځان سره بيولى وي.  خبري سرچينه وايي چې په وژل شويو پوليسو كې د هغوى قوماندان لومړى څارن تيمورشاه هم شامل دى . نوموړي زياته كړه چې په همدې سيمه كې دپوليسو نورې امنيتي پوستې هم شته، خو داچې د جګړې ځاى ته پر وخت نه دي رسېدلي لامل يي دادى، چې جګړه  ډیره په چټکي سره پای ته رسیدلي ده او مخالفين له سيمې څخه تښتېدلي دي. د هلمند د والي وياندي داوود احمدي هم ددې پېښې له بخلي سره سره خبري رسنیو ته ویلي  چې د بريد كوونكيو شمېره ډېره زياته وه او په دې نښته کې د پوليسو د پوستې ودانۍ هم نړېدلې ده. د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه او ځينو ولسواليو کې امنيتي پېښې زياتې شوې دي. پرون په لښکرګاه کې د يوه سرښندونکي  بريد له امله دوه تنه ووژل شول او ٢٦ نور ژوبل شوی دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x