ورزش

شاپور او دولت سکاټلینډ تر ۲۱۰ منډو محدود کړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب۷مه ۱۳۹۳ل): د افغانستان لومړنیو او تېزو بالرانو نن په سکاټلینډ کې وینې وچې کړې، هغوی وکولای شول چې سکاټلینډ تر ۲۱۰ منډو محدود کړي.

په ننۍ لوبه کې که ماجد الحق او الاسډایر ایونز تر منځ په نهمه ویکټ ۶۲ منډې شراکت نه وای شوای ښايي سکاټلینډ خپلې منډې تر ۱۶۰ هم نه وې رسولی.

سکاټلینډ خپلې لومړنۍ ۳ ویکټې په ۴۰ منډو د لاسه ورکړې، وروسته يې بیا یو څه ښه لوبه پیل کړ، تر هغې چې په ۱۴۴ منډو یې خپلې ۸ ویکټې د لاسه ورکړې. د افغانستان له لوري تیز بالران ښه وچلېدل، هغوی (حمید حسن، شاپور ځدران او دولت ځدران) په ۳۰ اورنو کې ۹۹ منډې ورکړې.

د سکاټلینډ لوبډله نن یو ځل بیا په توپوهنه کې ناکامه وه، هغوی څلور ښه توپوهونکو له ۲۳ تر ۳۱ پورې منډې جوړې کړې. که په وروستۍ ویکټو منډې نه وای جوړې شوی، سکاټلینډ به ۲۰۰ نه وو پوره کړي.

د افغانستان له لوري نن په توپ اچونه کې شاپور ځدران وځلېد. هغه په ۱۰ اورنو کې ۳۸ منډې ورکړې او سکاټلینډ څلور لوبغاړي يې وسوځول.

دولت ځدران بیا د لوبډلې اساسي لوبغاړي وسوځول. هغه په ۱۰ اورنو کې یې ۲۹ منډې ورکړې. حمید حسن، محمد نبي او ګلبدین نایب بیا د سکاټلینډ یوه یوه ویکټ وسوځوله.

سکاټلینډ په ټاکل شوو ۵۰ اورونو کې افغانستان ته ۲۱۰ منډې هدف وټاکه.

لوبه د نن ټکی اسیا د لارې په ژوندۍ بڼه کتلای شئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x