افغانستان

کابل: ایران سفارت ته نېږدې په بهرنیانو چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب۷مه ۱۳۹۳ل): د کابل په مهمه دیپلوماتیکه سیمه کې د درنې چاودنې غږ اوریدل شوی.

لومړني راپورونه وايي چې چاودنه زنبق څلور لاري او ایران سفارت ته څېرمه ته شوې چې له کبله یې یو کس وژل شوی او بل ټپي شوی دی.

ناټو منلې چې په نني سرتیري برید کې یې یو مامور وژل شوی خو د پاليسۍ له مخې یې د هغه هویت نه دی څرګند کړی.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند حشمت ستانکزي د چاودنې پخلی کړی. هغه ویلي چې یو تن سرتیري بریدګر خپل موټر د بل موټر سره ټکر کړی او چاودنه یې ورکړې.

د راپورونو له مخې په ننۍ چاودنه کې په افغانستان کې د ناټو یو مهم استازی په نښه شوی.

طالبانو ددغه برید مسوولیت پر غاړه اخيستی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپلې ټویټر پاڼه لیکلي چې نن سهار د کابل ښار په وزیر اکبرخان سیمه کې د «اشغالګرو قواوو» پر یو قطار يې د کرولا موټر په وسیله سرتیری برید کړی دی.

مجاهد د درنو تلفاتو خبر ورکړی دی.

هغه زیاته کړې چې د کابل په نني برید کې هدف د امریکايي ځواکونو قطار وو چې درانه تلفات  ورته اوښتي، د بل کوم هیواد اتباع یا سفارتخانه هدف نه وو.

ویل کیږي چې چاودنه پر هغه سړک شوی، چې د ایران او ترکیې سفارتونه، د عزیزي بانک مرکزي دفتر او د کابل سټار هوټل یې په اوږدو کې پراته دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x