افغانستان

پکتیا: په چاودنه کې د ملي امنیت یو تن مسئول ووژل شو

afghan_police_smoking_cigaretteنن ټکی آسیا: د پکتیا ولایت د والي ویاند روح الله سمون وویل چي تیره ورځ د یوې چاودني له امله د ملي امنیت یو تن مسئول ووژل شو.

هغه زیاته کړه چي چاودنه تیره ورځ سهار د ګردیز په شکرخیل سیمه کې د ملي امنیت د مسئول پر موټر باندي وشوله، چي د نومړي مسئول په ګډون په کښي دوه نور ملکي وګړي ووژل شول.

سمون د وژل شوي مسؤول په اړه هیڅ ډول معلومات رسنیو ته دي ورکړي، او نه يې هم د وژل شویو ملکي وګړو په اړه څه ویلي دي.

ددې برید مسئولیت تر اوسه کومي ډلي پر غاړه نه دی اخیستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x