هغه مرکه چې پوښتونکی یې قتل کړ

حامد افغان

پلار یې له سفره راستنیدی کشر زوی یې هرکلي ته هوایي ډګر ته ورغلی و، پلار یې راورسیدی زوی او پلار ګرم روغبړ سره وکړ، وروسته یې پلار د کور په اړه وپوښتی:

پلار: زویه! زه چې په سفر وم تاسو ته خو به څه تکلیف نه یې رسیدلی؟

زوی: نه، پلار جانه خیر خیرت دی، هیڅ مشکل نه ده راته پېښ شوی، یواځې هغه زموږ د تبر لاستی مات شو.

پلار: ( په خندا) دا وړه خبره ده زویه، خو دا ووایه چې څنګه مات شو؟

زوی: پلار جانه! ته پوهیږې چې په دومره نري لاستي غوا ورولویږي نو خود ماتیږي.

پلار: ( په تعجب سره ) غوا؟!! هغه زموږ ښایسته غوا؟!!

زوی: هو پلاره، کله چې هغه سخته ووېریدله پړی یې وشلاوه په منډه کې یې د تبر لاستی په پښو کې بند شو ولویدله او د تبر لاستی مات شو.

پلار: او غوا خو به ډېره خوږ شوې نه یي؟

زوی: مړه شوه.

پلار: (چیغه یې کړه) مړه شوه او دا له څه شي دومره وډاره شوه؟!

زوی: له اوره وډاره شوه.

پلار: د څه شي اور وو؟!!!

زوی: پلار جانه! زموږ کور اور اخیستی و.

پلار: زموږ کور وسوځید!! او هغه څنګه؟!

زوی: مشر ورور مې، الله دې وبښي.

پلار: ( د زوی خبره یې پرېکړه) ورور دي مړ شو؟!!

زوی: هو پلار جانه هغه په خونه کې سګریټ څکولی و په فرش یې اچولی و، فرش اور اخیستی و له هغه نه ټول کور وسوځیدی او ورور مې هم په خونه کې وسوځیدی او ومړ.

پلار: ( اعصاب یې کمزوري شول) هغه سګریټ هم څکول؟

زوی: هو پلاره هغه خو مخکي نه څکول خو د غم له لاسه یې سګریټو ته پناه یووړه.

پلار: ( چیغه یې کړه) دا بل غم لا کومه ټکه رالویدلې وه؟!

زوی: په مور پسي مې خپه و.

پلار: په مور دي څه شوي و چې دی دومره ورپسي خپه و؟

زوی: هغه ناروغه وه مړه شوه.

پلار یې بېهوښه ولویدی او د احمق زوی له لاسه په هغه ځای مړ شو.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د