افغانستان

فراه: د قومندان په ګډون پنځه تنه عسکر طالبانو ته تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۷مه، ۱۳۹۳ل): د فراه په پرچمن ولسوالي کې د قومندان په ګډون پنځه تنه عسکر طالبانو ته تسلیم شوي دي.

طالبان وايي چې د قومندان په ګډون دغه عسکر له دوی سره د دوی د بلنیز کمیسیون په هڅو يو ځای شوي دي.

د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې تسلیم شویو کسانو له ځانو سره ځینې وسلې هم ور وړې دي.

په دې خبرپاڼه کې د تسلیم شویو کسانو نومونه «قومندان نصیراحمدخان دمحمدعمرزوی ، ضیاء دشراف الدین زوی ، جمعه خان د محمد عالم زوی ، هاشم دمحمد عمر زوی اوخدایداد د شمس الدین زوی» ښوودل شوي دي.

طالبانو پخپله خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کسان له له څلورو کلاشنکوفونو سره دوی ته ورغلي «او کلک هوډ یې څرګند کړ چې نور به د ژوند تر پایه د اسلامي امارت مجاهدینو همکارۍ ته دوام ورکوي.»

دا په داسې حال کې دی چې پرون – چهارشنه – طالبانو د دولت هغه ادعا ردکړه چې ګواکې د غور په تولک کې د دوی ملګري دولتي عسکرو سره یو ځای شوي دي.

دولتي سرچینو ویلي و، چې د عبدالهادي په مشرۍ څو تنه طالبانو د سولې له پروسې سره یو ځای شوي دي، خو طالبانو هغه د دولت اړوند هغه کسان وبلل چې د دولت په همکاري يې د طالب په نامه د خلکو د ځورولو دنده درلوده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x