د «خره» ملګرو ته!

لیکوال: دادمحمد ناوک

ټاکل شوې وه، نن په کابل کې د «خر: تصور او حقیقت» تر سرلیک لاندې د خره نمانځغونډه کېږي، د دې غونډې اعلان د پورته تصویر له لارې په خواله رسنیو کې خپور شو او خپروونکو يې په خپلو یارانو غږ کړی و، چې په دې غونډه کې که ګډون کوي، نو پر لاندې شمېرو دې اړیکې ونیسي، په نورو «انساني نمانځغونډو» کې عموماً د غونډې ځای په یوه بېل رنګ لیکل کېږي چې د لوستونکي ژر ورپام شي او په ځای موندنه کې کوم مشکل ورته نه وي، بې له هغو هم په کابل کې ډېری غونډې جوړوونکي د څوکیو ډکېدلو ته خوشال وي، چې بیا يې په کمرو کې د ناستو تالار ډک ښکاره شي او خلکو ته وښيي چې دوی څومره مینه وال لري؟
خو په پورته تصویر کې د غونډې ځای باید د تلیفون په اړیکه معلوم شي، چې دا ډول ګام دا ثابتوي چې د «خره ملګري» پوهېږي چې د خپلو ځینو ارزښتونو خلاف ګام پورته کوي. دغه غونډه، نن په نړیوال جام کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د لوبې په خاطر وځنډېده بلې پنجشنبې ته؛ ماته په فیسبوک کې د دې غونډې اعلان د عطاءالله خان حیران پر دېوال را ښکاره شو، له پورته تصویر سره يې لیکلي و: ملګري دې خبر وي!

ما ورته ولیکل: د چا ملګري؟

ما فکر کاوه، چې اوس به په پوره جرات راته ووايي چې د «خره ملګري»، خو دوی راته ولیکل: زموږ ملګري

ناوک صاحب!

حیران شوم، چې د خره په ملګرتیا اعتراف نه کوي لا پرې شرمېږي هم؛ خو نمانځغونډه يې جوړوي، دغه غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې د خره د خدمت ساحه په ورکېدو یا هم ډېره کمېدو ده، خره یواځې دا توره کوله چې په حمل او نقل کې ترې کار اخیستل کېده، خو که د دې تورې په خاطر يې لمانځغونډه کېږي، نو د کابل ښار د هغه هزاره ګي لمانځغونډه دې وکړي چې د شلو افغانیو لپاره د څلورو خرو مال په خرګاډي کې په خپلو خولو شویو اوږ کش کوي!!!

د خره د ارزښت په اړه د نړۍ په سطحه نه یم خبر؛ خو دا مې لوستي چې د امریکا د یو ګوند نښه «خر» دی، که د هغوی په تقلید دا ګام اخیستل کېږي نو هم د غونډې جوړوونکي په سمه نه دي روان؛ ځکه چې په غربي نړۍ کې دوی د انسان فردي ازادۍ ته قایل دي، پر دې سربېره يې د خپلو خلکو لپاره د خپل قانون په مټ نسبتاً خوندي چاپیریال برابر کړی دي، ځکه خو پکې د ناقانونه ښکار په خاطر زورور خلک هم د محاکمې تر مېز راکش کېږي، دوی له سپي سره هم تر دې اندازې مینه کوي چې آن ودونه ورسره کوي. نو که خپل ارزښتونه او هغه ټولنه سره پرتله کوو، موږ هغسې نه یو، په اسلامي ټولنه کې د حیوان خپل حقوق دی او د انسان خپل؛ چېرته چې د دوو ریبوټونو له لاسه پورته ملت په غرقېدو دی، چېرته چې له لوږي اولادونه خرڅېږي، چېرته چې اشرف المخلوقات د ذلالت په وروستۍ درجه کې دی، چېرته چې تعلیم جرم ګڼل کېږي، چېرته مدرسه د «ترهګرۍ » بنسټ ګڼل کېږي، چېرته چې په کامل انسان « حضرت محمد صلی الله علیه وسلم » ملنډې وهل کېږي، چېرته چې د ټولنې خدمتګار ترسرلیک لاندې په حمله دارو ښځو کې جنسي تېرېږي کېږي، چېرته چې په مرموزو چاودونو کې د وینو ویالې بهېږي، چېرته چې خپل عسکر په پردو روپو او پردي استاد روزل کېږي، چېرته ادبي جریان د سکولریزم ښکارکېږي په داسې ټولنه کې به د انسان د سمون هڅه ښه وي، که د حیوان ستایل؟؟؟

ښايي ځينې دا استدلال وکړي، چې تر غونډې وړاندې داسې څرګندونې مناسبې نه دي، ښايي په غونډه کې د نننيو انساني ریبوټونو په وړاندې خر د پېغور وسیله وګرځول شي او په پایله کې دا هم د انسان د سمون هڅه وي، خو دا راته له امکانه لري ځکه ښکاري، چې د همدې غونډې د سمبالوونکو نظریات چې په فیسبوک کې لولم، دوی دا تصور نه لري او بل په پورته تصویر کې «د ټولنې بې قدره خدمتګار» دا په ډاګه کوي چې دوی د انسان د سمون لپاره دا هڅه نه کوي، خو که يې له دې لیکنې وروسته ور پام شي او دغوندې مخ په همدې خوا بدل کړي، نسبتاً ښه به وي، «نسبتاً» ځکه چې د غونډې په ډول او د خره په وسیله پېغور ورکول د پېغور لپاره پېغور دی.

زه فکر کوم د دې غونډې جوړوونکي له دې دوو تصورونو لرې نه دي، یا يې فکر کړی چې «خر» «انسان» شوی او پر دې ارزي چې د خدمت نمانځغونډه يې وشي، په داسې حال کې چې دا هیڅ منطقي نه ده چې نه دي نمانځل کېدونکی او نه هم د هغه خپلوان یا قام قبيله پر دې خبره وي چې د دوی په ویاړ غونډه ده، خو «انسان» به لګیا وي او د دې ناخبره لپاره به افرینونه وايي، یا هم دا خبره ده چې د «خره ملګري» د انسانیت له درجې ورښکته شوي، ځکه چې هر څوک د خپل همنوعه اړتیا او خوښي ښه درک کولای شي، زه اوس هم په دې کرښو کې پام کوم چې د «خره ملګرو» ته باید «خره» ونه وایم، ځکه پر دې باوري یم چې دوی پرې خپه کېږي، نو جالبه داده چې د یو څه – چا په نوم شرمېږي، غوسه کېږي او خپه کېږي خو د هغه په ستاینه او د ستاینې په خاطر يې په راټولېدنه نه خپه کېږي، نه شرمېږي او نه هم غوسه کېږي!!!

د پورته دوو تصورونو لپاره یو بل دلیل دا هم راوړم، چې د غونډې جوړوونکي به په هغه څوکیو ناست وي چې وړاندې تر دې د یو «انسان» یا د انسان د کارونو د نمانځغونډې لپاره ورته کېنستي و او له هماغه «سټجه» به غږېږي چې وړاندې تر دې د یو انسان یا انسان د کارونو د ستاینې لپاره غږېدل، چې دا پخپله دا ثابتوي چې یا خر هم را انسان شوی یا انسان ور «خر» شوی.

د کابل غونډو ته په کتو هغه غونډه هم د قرآن په تلاوت پېل کېږي چې د غونډې مشر ګډونوال به د قرآني حدودو تطبیق د بشري حقونو په وړاندې جنایت بولي، نو دا غونډه چې جوړېږي، د «خره ملګري» دې دا څو وړاندیزونه راسره ومني:

– غونډه په تلاوت مه پیل کوئ، ځکه «خر» د قراني تعریف له مخې د « اشرف المخلوقات » ځای نه شي نیولای.

– د غونډې په تالار کې باید «خر» حاضر وي، تر څو خپله غونډه په غړېدلو سترګو وویني او له دود سره سم هماغې څوکۍ ته څېرمه ودرول شي چې د دریځ لپاره د نمانځل کېدونکي لپاره اېښودل شوي او تر څنګ يې باید یو بل «انسان» هم د غونډې د مېلمه په نوم کېنول شي، لکه په نورو غونډو کې.

– غونډه دې د «خره ملګري» په تلویزونونو ژوندۍ خپره کړي.

– د غونډې په پای کې دي «خر» يوې انګولا ته اړ ویستل شي، چې ګډونوال به يې د هغه د «مننې» غږ په توګه مني.

– له غونډې وروسته باید «خره» ته یوه پنډه شوتله راوړل شي او د غونډې ګډونوال دې ورسره په مینه عکسونه واخلي.

– د دې غونډې راپور دې د «خره ملګري» برېښنا پاڼو ته هم ولېږي او که ممکن وي نورو – په تېره بیا – انګلیسي ژبې ته دې وژباړل شي.

د انسانیت د ملاتړ په تمه
۱۳۹۳-۱۲-۷

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غوربندي
میلمه
غوربندي

ناوک صیب یو وخت چې افغانستان کې غواګئ (کورولا موټر) تازه راغلي وو نو زمونږ یو کلیوال به د همدې غواګیو د چلوونکو مخکې یوه ډېره جالبه خو اوږده کیسه راپیل کړه. وېل به یې چې د غزني ښار یوه هندو د یوې میړو ښې میرمنې سره چې په خټه هزارګی وه د پټې یارانې (زنا) اړیکې جوړې کړې وې، کله چې خبره رسوایی ته وتله نو تېښته یې وکړه او کوټې ته ولاړل …………………… کیسې ته یې جالب اړخونه ورکول،،،،، ناستو به ترې منځ کې یوه نیمه پوښتنه هم کول ……………… اخر یې کیسه داسې ځای ته راوستله چې… نور لوستل »

غوربندي
میلمه
غوربندي

له تېر څخه پاته ناوک صیب دا کیسې خو غټې حوصلې غواړي ما درته ډېره خلاصه یاده کړه خو یو مهم بڅرکی یې رانه پاته ده هغه دا چې: د هندو او هزارګئ زامن په ګډه د هغوی په لټه کې وو تر دې چې په بلوچستان کې یې وموندل دا چې زور یې نه وو پرې بر او تر دوی یې زیات نور زامن زیږولي وو نو د وروری یوه سهامي اتحادیه یی ورسره جوړه کړه، …… دلته وو چې ناستو ترې وپوښتل چې دا اتحادیه اوس څه کار لري، ویل اوس په افغانستان کې غواګئ چلوي. د غواګئ… نور لوستل »

محمد اکبر نیازی
میلمه
محمد اکبر نیازی

په هېواد کې ځیني انسانان شته چې کړنې یې له خرو بدترې وي مثال…. نو بیا خر چېرې داسې ناوړه کړنې ترسره کړي چې انسان یې وکړي بیا ورته وایي خره غلی شه هغه کسان ولې د خره کلمه استعمالوي که خره کوم غلط کار کړی وي نو کولای شئ یادونه یې وکړې په خولې ویل یې ډې اسانه دي خو عمل یې بیا ستونزمن وي ستاسو د پوهېدو په هیله!