هرات: په چاودنه کې د ۱۱ کوچنیانو په شمول ۱۶ تنه ووژل شول او ۴ ټپيان شول

afghanistan-traffic-accident-2010-7-30-10-0-45نن ټکی آسیا: د هرات ولایت د شینډنډ په ولسوالۍ کې د چاودني له کبله ۱۶ ملکي وګړي شهیدان شول، چي ۱۱ يې یوازي کوچنیان دي.

یاده پيښه چي نن غرمه د شینډنډ ولسوالۍ د جنبران په سیمه کې هغه وخت را منځته شول، کله چي د ملکي سپرلیو ډک یو موټر پر یو ښخ کړه شوي ماین وخوت.

د هرات د امنیه قومندانۍ څخه ځینو چارواکو رسینو ته ویلي چي پيښه په دقیقه نن غرمه د یوې بجې په شا وخوا کې را منځته شول،

هغوی زیاته کړې چي په چاودنه کې ۴ تنه نور ټپيان شو.

یو بل چارواکي ویلي چي په چاودنه کې یو شمیر میرمنو ته هم مرګ ژوبله رسیدلې.

د سړک د غاړي د بمونو په اړه افغاني او بهرني چارواکي ادعا لري، چي طالبان په دغه کړنو کې لاس لري، ځکه چي هغوی غواړي داخلي او بهرني ځواکونه په نښه کړي، خو طالبان بیا په داسي پيښو کې بهرنیان پړه بولي، او زیاته وي، چي ددوی دښمنان غواړي چي طالبان په داسي کړنو بدنام کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د