ورزش

دافغانستان لومړۍ او تاریخي بریا

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۶مه ۱۳۹۳ل): افغانستان د نړیوال جام په اتلولیو کې په لومړي ځل تاریخي بریا ترلاسه کړه.

ننۍ لوبه چې تر پایه یې د ګټې او تاوان درک نه لګېده. داسې لوبه چې د لیدونکو زړونه یې تر پایه دربول. داسې لوبه چې تر وروستي اور پورې هېڅ لوري ته درک نه معلومېده چې څوک به یې ګټي. داسې لوبه چې پیل یې د افغانستان په لاس کې منځ کې بیا لوبه د سکاټلینډ لاس کې او پای يې ناڅرګند و.

افغانستان نن د کرکټ په تاریخ کې ستره او تاریخي بریا د سمیع الله شینواري د توپوهنې او شاپور ځدران په توپ اچونې لاس ته راوړه.

ننۍ لوبه عجیبه وه. افغانستان په پیل کې ښه روان و. وروسته منځني لوبغاړي یې ټول ناکام شول. تر جاوید احمدي وروسته هېچا ښه لوبه ونه کړله.

سمیع الله شینواری ودرید. ښه په ارام زړه، ښه معقوله او ورو توپوهنه یې پیل کړه. هغه غوښتل ویکټ وساتي او د بالرانو سره ځان اموخته کړي. هغه په هر بال د شاټ وهلو کوښښ نه کاوه. یو وخت و چې سمیع الله شینواري په تر ۸۰ پورته بالونو ۲۹ منډې جوړې کړې وې. وروسته یې په ۱۴۷ بالونو ۹۶ منډې جوړې کړې.

ننۍ لوبې اتل چې سمیع الله شینواری دی، موقع ته کتل. هغه رمیز راجه سره په خبرو کې ویل چې ټولو ته مې همدا توصیه وه چې تاسو ۱ او ۲ اخلئ زه به شاټ وهم.

سمیع الله شینواري په وروستیو اورونو کې په ماجد حق باندې ۳ شپږیزې ووهلې، دغو شپږیزو د لوبې رخ یو ځل بیا بدل کړ خو هغه د څلورمې شپږیزې په کوښښ کې وسوځېد. افغانستان یو ځل بیا تر سخت فشار لاندې راغی. ۱۹ بالونه، ۱۹ منډې او یوازې یوه وکټ پاتې شوه.

حمید حسن او شاپور ځدران په میدان کې ودریدل، دواړو یوه یوه منډه اخېستله. سکاټلینډ د ویکټ کوښښ کاوه، افغانستان د منډو جوړولو.

وروستي دوه اورونو کې افغانستان ۱۴ منډو ته اړتیا درلودله. شاپور ځدران او حمید حسن په هر بال د یوې منډې اخېستلو کوښښ کاوه. په پنځو بالونو يې۵ منډې جوړې کړې خو په وروستي بال د شاپور ځدران څلوریزې د لوبې رخ یو ځل بیا بدل کړ.

افغانستان په وروستي اور کې ۵ منډو ته اړتیا درلوده. په لومړي بال حمید حسن یوه منډه واخېستله. دوهم بال شاپور ځدران رن اوټ بچ شو. که ویکټ لګېدلې وه، افغانستان لوبه بایللې وه. درېیم بال شاپور چپ لوري ته بال ووهه او پاتې څلور منډې یې پوره کړې.

افغانستان په یوازې یوه ویکټ سیالي وګټله.

تر هغې وړاندې سکاټلینډ لومړی بیټنګ کړی و او افغانستان ته یې ۲۱۱ منډې هدف ټاکلی و. (دا هم ولولئ:

دافغانستان لومړۍ او تاریخي بریا

مقاومت او بریا

ننۍ لوبه کې افغانستان له لوري سمیع الله شینواري مقاومت وکړ، د همدې کلک او ثابت مقاومت په نتیجه کې افغانستان بریا ترلاسه کړه.

شینواري د ښې لوبې په بدل کې د لوبې ښه لوبغاړی شو. هغه په ۱۴۷ بالونو ۹۶ منډې جوړې کړې.

د لوبې وروسته محمد نبي وویل چې فشار پرې ډير و. موږ ښه ونه لوبیدو. خو سمیع الله شینواری بیا ډير ښه لوبه وکړه او افغانستان ته یې بریا ورکړه.

ننۍ لوبه د بل لوري ځکه مقاومتي وه چې افغانستان په ۸۵ منډو خپل دوه لوبغاړي د لاسه ورکړل. په ۹۷ منډو یې بیا ۸ لوبغاړي او په ۲۱۱ یې نهم لوبغاړی د لاس ورکړ.

حمید حسن هم په ننۍ لوبه کې د ستایلو وړ لوبه وکړه. هغه کوښښ کاوه چې خپله بال ونه وهي او شینواري ته ډير نمبر ورکړي.

د ننۍ لوبې په اړه کرکټ انفو په خپل راپور کې لیکلي چې افغانستان کرکټ لوبډلې د نړیوال جام کې زبردست او عجیبه لوبه وړاندې کړه. داسې لوبه چې تر پای پورې یې د ګټلو او بایللو په درک څوک نه پوهېده.

ننۍ سیالۍ څه وکړل؟

ننۍ لوبې ګټلو سره افغانستان کرکټ لوبډلې سري لنکا او انګلینډ تر شا پريښودل. افغانستان د نمرو په لست کې په څلورم نمبر شو او که وروستۍ لوبې وګټي ښايي سوپر ۸ ته ووځي.

همدا راز افغانستان په ننۍ لوبه کې نورو لوبډلو ته د خطر زنګ ووهلو. افغانستان به دې شته فشار یو څه لرې شو. خو د هر څه سره سره افغانستان د بيټنګ په برخه کې روزنې ته اړتیا لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x