افغانستان

چارواکي: د کندوز عملیاتو کې ۷۴ عسکرو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۷مه، ۱۳۹۳ل): د کندوز سیمه ییز چارواکي وايي چې د دې ولایت په امام صاحب په ولسوالي کې په پیل شویو عملیاتو کې ۷۴ عسکرو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې ده.

د کندوز سرپرست والي محمد عمر ساپی وايي چې په دې عملیاتو کې ۱۴ پولیس وژل شوي او ۶۰ نور ټپيان دي.

د کندوز د والي په خبره د طالبانو پرضد په دې عملیاتو کې سل تنه طالبان وژل شوي او یوسل شپېته نور ژوبل دي.

تر دې وړاندې د کندوز چارواکو ویلي و، چې د دې عملیاتو له امله نږدې درې سوه کورنۍ کډوالي ته اړ شوي دي.

د دوی په خبره له کډوالو سره د لومړنیو مرستو د برابرولو هڅه کوي.

ورسره جوخت طالبانو په خپله خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې دوی په کندوز ولایت کې د امام صاحب ولسوالي دوه کلي له اربکیانو پاک کړي دي.

خبرپاڼه کاږي چې «مجاهدينو تېره ورځ مازديګر ۴ بجې په عربانو او خطابيانو کليو کې په اربکيانو عمليات پيل کړل چې ۴ ساعته يې دوام وکړ او په پای کې يې ياد دواړه کلي په فتحه او اربکيان ترې وتښتېدل.»

د طالبانو له لوري د کندوز والي ملا عبدالسلام بریالی وايي چې د ارچې ولسوالي په ۹۵ سلنه برخه واک سربېره د امام صاحب ولسوالي «چې پخوا په کې مجاهدین چریکي اوسیدل او مکمله ددښمن په لاس کې وه اوس یي ۶۰ فیصده سیمې له دښمن څخه پاکه شوې ده»

یاده دې وي د طالبانو سږني عملیات د هېواد په شمال کې هم د ژمي راتګ ټکني نه کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x