ایل جي (LG) کمپنۍ خپل نوی او پیاوړی سمارټ فون وړاندې کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۷مه ۱۳۹۳ل): تیره ورځ د ایل جي (LG) کمپنۍ اعلان وکړ چې دغه کمپنۍ غواړي خپل نوی سمارټ فون ایل جي جي فلیکس ۲ (LG G Flex 2) کاروونکو ته وړاندې کړي.

ایل جي کمپنۍ همدا راز اعلان وکړ چې د دغې کمپنۍ نوی سمارټ فون به په انګلستان کې د وډافون (Vodafone) او کارفون (Carphone) شرکتونو لخوا د مارچ په میاشت کاروونکو ته وړاندې شي.

د ایل جي (LG) کمپنۍ په وینا د دغې کمپنۍ نوی سمارټ فون کې تر ټولو چټک او پیاوړی ټکنالوژي کارول شي. دغې سمارټ فون سکرین د کږیدو وړتیا هم لري.

جي فلیکس ۲ (G Flex 2) سمارټ فون به په لومړۍ پړاو کې په امریکا، انګلستان، هانګ کانګ، سنګاپور، فرانسه او جرمني هیوادونو کې کاروونکو ته وړاندې شي.

د ایل جي کمپنۍ به جي فلیکس ۲ سمارټ فون په دوهم پړاو کې د سهیلي او شمالي امریکا، اروپا او اسیا بازارانو ته د ټکنالوژي نړیوال نندارتون څخه یوه اونۍ ورسته وړاندې کړي.

تیره ورځ د انګلستان کارفون (Carphone) شرکت اعلان وکړ چې په دغه هیواد کې د ایل جي کمپنۍ کاروونکي کولی شي د دغې سمارټ فون له وړاندې کیدو مخکې خپل نومونه دغه شرکت سره ثبت کړی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د