افغانستان

دوه بهرنی عسکرووژل شول

(نن ټکی اسیا سپټمبر۲۰۱۱/۲۶) راپورونه وایی دافغانستان په ختیځ کی په دوو مختلفو پیښو کی دوه تنه بهرني عسکروژل شوی دي، له کابل څخه دبهرنیو ځواکونو مطبوعاتي دفترڅخه په خپره شوی اعلامیه کی راغلی دي، وایی نن دورځي په اوږدوکی دوه بهرني عسکر په دوو مختلفوپیښو کی ژوند له لاسه ورکړی دي.

ایساف داروښانه کړي نه ده چي پیښه کله اوپه کوم ځای کی رامنځ ته شوی وه.

له بله لوري دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد خبرورکړی دي چي دمیدان وردګ ولایت په سید اباد ولسوالی کی دطالبانو اوامریکایانو په مخامخ نښته کی اته تنه امریکایان وژل شوی اوڅلورنور ژوبل شوی دی.

دسید اباد ولسوال ډاکټرمسلیم له خبري رسینو سره دخبروپرمهال وویل دشیخ اباد په بازارکی دطالبانو له لوري دیوه بریدله کبله یوامریکایی وژل شوی اویو سخت ژوبل شوی دي، نوموړی زیاته کړه دبرید له امله دامریکایانوټانک به مکمله توګه له منځه تللی دي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x