نن په انځورونو کي

کابل: د بهرنیو ځواکونو په کاروان د چاودني وروسته انځورونه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب۷مه ۱۳۹۳ل): نن د کابل د وزیر اکبر خان په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو په موټر چاودنه وشول، چې له کبله یې د طالبانو د ویاند په وینا درنه مرګ ژوبله اوښتې.

طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې ددوی یو تن سرتیري ملګري د امریکایانو یو موټریز کاروان په نښه کړ، چې له کبله یې بهرنیانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.

بل خوا د کابل امنیه قومندانۍ ویاند حشمت ستانکزي د چاودنې پخلی کړی. هغه ویلي چې یو تن سرتیري بریدګر خپل موټر د بل موټر سره ټکر کړی او چاودنه یې ورکړې.

د راپورونو له مخې په ننۍ چاودنه کې په افغانستان کې د ناټو یو مهم استازی په نښه شوی.

چاودنه پر هغه سړک شوی، چېري چي د ایران او ترکیې سفارتونه، د عزیزي بانک مرکزي دفتر او د کابل سټار هوټل یې په اوږدو کې پراته دي.

kabul_blast_2015226 (1) kabul_blast_2015226 (2) kabul_blast_2015226 (3) kabul_blast_2015226 (4) kabul_blast_2015226 (5) kabul_blast_2015226 (6) kabul_blast_2015226 (7) kabul_blast_2015226 (8)

kabul_blast_2015226 (9) kabul_blast_2015226 (10)

د طلوع تلویزون له خوا په خپره شوې ویډیو کې لیدل کیږی چې د چاودني وروسته د سیمي څخه یو بهرنی په ژړا بیول کیږي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

ولسمشر خبر ورکړی وو چې راتلونکو اوونیو کې به د سولې په اړه د پاکستان له خوا د عمل هیله بښوونکی خبرونه خپاره شي.

دا چې د کابل ادارې په تېر وخت کې ورته بریدونه د پاکستانیانو له خوا پلان شوي ګڼل، اوس به دې برید ته د څه نوم ورکوي؟ ایا دا برید به په پاکستان کې له هغه فوځي روزنځای څخه نه وو پلان شوی چیرته چې ولسمشر خپل په اصطلاح لسګونه سرتیري د فوځي زده کړو لپاره لیګلي دي؟

ميرويس

زما په نظر ډير غټ کس يي ور غځولي دي ځکه برادران خارجي ډير درديدلي معلومييږي۔ دا افغانستان دي د بادرو ميړنو وطن۔۔۔

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x