افغانستان

که حکومت دطالبانو په اړه تګلاره بدله نه کړي مجاهدین به وسلوته لاس کړی

(نن ټکی اسیا سپټمبر ۲۰۱۱/۲۵) مزارشریف: د بلخ والي او د شمال د پخوانۍ ټلوالې یوه وتلې څيره عطاء محمد نور وایي که حکومت د طالبانو په تړاو په خپل سیاست کې بدلون را نه ولي، نو پخواني مجاهدین به بېرته وسلې ته لاس کړي. ښاغلي نور تېره ورځ په مزار شریف کې د جمعیت د ګوند د مشر برهان الدین رباني د وژل کېدو په غبرګون کې را غوښتل شوې لویی غونډې ته د خبرو پر وخت پخواني مجاهدینوته مخاطب شو او ورته وویل چی یوځل بیا دپخواني مجاهدینو دیوځای کیدلو وخت رانیژدی شوی دي.

نوموړي په خپلو دغو څرګندونو کې پر افغان حکومت ګڼې توندې نیوکې کړي او له لویه سره یې حکومت کمزوری بللی. سیاسي څیړونکی په کابل کی دعطامحمد نورپرڅرګندونو نیوکي کړی دي چي دارنګه څرګندونو څخه یی مطلب څه دی چی پخواني مجاهدین دی یوځل بیا سره راټول او منظم شي، اوهمدارنګه نوموړی زیاته کړه وخت رارسیدلي دی چی پخوانی مجاهدین وسلي ترلاسه کړي. دبلخ والی عطاب محمد نور دسیاسي څیړونکو په جواب کی وویل زما غبرگون ځکه تند وو، چې زما په فکر اوس د دا ډول یو غبرګون وخت رارسېدلی او خبره له سره کرښې اوښتې ده، نور د ديپلوماسۍ او مصلحت کولو ضرورت نه احساسېږي.” هدف د اوسني حکومت راپرځول نه دي، بلکې د هغه په وینا، د ملي ارزښتونو او رښيتينې دیموکراسۍ لپاره دی، چې د ویر اچوونکو مخه پرې ونیول شي. عطاء محمد نور ښاغلي نور دخبري رسنیو پوښتنې ته په ځواب کې چې ایا تاسې په یو ډول له پخوانیو مجاهدنیو وغوښتل، چې لښکر کشۍ ته چمتو شي، د چا پر ضد، اوسنی حکوم او نظام او که طالبان؟ وویل: ”زه د حکومت پر ضد نه یم او له حکومت څخه ملاتړ کوم، نظام زه خپل ګڼم او په دغه نظام کې شامل یم، خو په هغه ځایونو کې، چې نیمګرتیا وي، هلته باید اصلاحات راوړل شي. هو ما پر مجاهدینو غږ وکړ، ښاغلي ولسمشر ته مې هم مخامخ وویل، چې د نظام د امنیتي او کشفي ارګانونو په پالیسۍ کې باید پراخ او اساسي اصلاحات راوړل شي. زما مشخص مقصد د دولت په امنیتي، کشفي او نظامي پالیسیو کې اصلاحات رامنځ ته کول دي. که چېرې دولت موږ ته مثبت ځواب را نه کړي، هو! بیا موږ مجاهدونو ته مراجعه کوو، که دا له سلا سره وی، او که بې وسلې. له مدني حقونو، دیموکراسۍ نه او حتی له سلاح نه په استفادې سره موږ تیار یو، چې له دیني او ملي ارزښتونو دفاع وکړو.” عطا محمد نور وايي له دې تصمیم یې هدف د اوسني حکومت رنسکوره ول نه دي، بلکې د هغه په وینا، د ملي ارزښتونو او رښيتينې دیموکراسۍ لپاره دی، چې د ویره اچوونکو مخه پرې ونیول شي. نوموړی وايي، د حکومت له لوري یې له طالبانو سره د جوړجاړي په ډګرکی کوم په زړه پوري پرمختګ نه ده لیدلی اونه یی ورته تمه شته نن ټکی اسیا

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x