ورزش

سمیع الله شینواری: په ځدران ځکه غوسه شوم چې د شاټ نه وهلو مې ورته ویلي وو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب۶مه ۱۳۹۳ل): د افغانستان او سکاټلینډ تر منځ د لوبې ګټونکي سمیع الله شینواري هغه مهال پر دولت ځدران غوسه شو چې شاټ يې ووهلو او کېچ اوټ شو.

سمیع الله شینواري د رمیض راجه سره په خبرو کې وویل چې ټول ترکیز یې په دې و چې وکټ وساتي. «زه تر سخت فشار لاندې وم».

هغه پر دولت ځدران د غوسې په اړه وویل چې هغه ته یې ویلي چې شاټ به نه وهي او محض ۱ او ۲ منډې به اخلي.

شینواري زیاته کړه چې «زه ځکه وسه کېدم، چې ټول فشار پر ما و. زه بيټسمین وم، هر چا چې شاټ وهلو، زه پرې غوسه کېدم. دولت ته مې وویل چې ما سره ودریږه، شاټ مه وهه. محض ۱ او ۲ اخله».

شینواري وویل چې « په دولت ځدران مې ځکه غوسه وکړه چې زه شاټ نه وهم، ته یې ولې وهې. ما ویل چې وروستي ۵ اورونه پاتې شي، بیا به تېزه لوبه وکړو. غوسه ځکه شوم چې ولې یې شاټ وواهه».

شینواري چې په ننۍ لوبه کې یې افغانستان ته بریا ورکړه، رمیض راجه ته د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې دوی پر یو بل اعتماد کوي. « موږ پر یو بل اعتماد کوو. ما حمید حسن ته وویل چې ته محض ودریږه، نور زه خپله دنده ترسره کوم».

حمید حسن په ننۍ لوبه کې د ستاینې وړ لوبه وکړه. هغه د سمیع الله شینواري مشورو ته په کتلو سره د بال وهلو څخه ډډه کوله. حمید حسن په ننۍ لوبه کې کوښښ کاوه، سمیع الله شینواري ته د لوبې کولو وخت ورکړي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان نن په یوې سختې او ستونزمنې سیالۍ کې سکاټلینډ ته په یوه ویکټ ماتې ورکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x