افغانستان

کابل: دسی آی ای پرمرکزباندی برید ترسره شو

(نن ټکی اسیا سپټمبر۲۰۱۱/۲۵)کابل کی تیرماښام ناوخته دامریکي سفارت ته څیرمه هغه وداني باندی چي دامریکي دڅارګري اداري سي آی ای له لوري استعمالیده برید شوی دي، په کابل کی دافغانستان دکورنیو چارودوزارت ویاند صدیق صدیقي له خبري رسنیو سره دخبروپرمهال وویل داریانا هوټل په وداني کی چي بهرنیان پکښي پاته کیږی ډزي اوریدل شوی دي،

نوموړي زیاته کړه څرنګه چی وداني کی بهرنیان اوسیږي اود دامینت چاري یی هم دبهرنیانو له لوري په مخ بیول کیږي، ڼو ځکه زمونږ امنیتي کسان تراوسه پوري وداني ته نه دي داخل شوی اونه هم تراوسه پوري دمرګ ژوبلي په اړه کوم خبرراغلي دی.

وروستي خبرونه وایی چی دبرید له کبله یوکس وژل شوی اوڅلونور ژوبل شوی دی، ناتاید شوی راپورونه وایی چي وژل شوی کس بریدګروو، اوهمدارنګه ددوو کسانو پولیسو ژوبل کیدوخبرهم ورکول شوي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x