
بلخ کې يوې ښځې له خپل مېړه سر غوڅ کړی
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۷مه، ۱۳۹۳ل): د هېواد په شمال ولایت بلخ کې يوه ښځې له خپل مېړه سر غوڅ کړی دی.
د بلخ ولايت امنيتي چارواکي وايي، چې وړمه ورځ د مزارشريف علي شېر نوايي سيمه کې يوې ښځې له خپل مېړه سر غوڅ کړی او دوی په دې جرم دغه ښځه او د وژل شوي سړي ورور نيولي دي.
پوليس وايي، چې مجرم پر پوليسو هم ډزې کړي او ادعا يې کړې، چې پر کور يې غله وراوښتي وو او د ده ورور يې هم وژلی دی.
د چارواکو په وينا د پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړي او د لومړنيو معلوماتو له مخې د وژل شوي سړي نيول شوي له خپلې وريندراې سره نا مشروع اړيکې درلودې او دواړو په ګډه دغه سړی وژلی دی، مګر نيول شوې ښځې د پېښې څېړونکي کميسيون ته ويلي، چې مېړه يې پرې له ډېر وخته ظلمونه کول.
کورنۍ ستونزې که څه هم طبعي او د ژوند برخه ده، خو دا چې خبره د کورنۍ د غړي ښځې يا مېړه تر وژلو ورسيږي، يو شمېر کورني او بهرني عوامل لري.
د افغانستان په تاريخ کې تېر ديارلس کاله د کورني شخړو تر ټولو خونړي کلونه بلل کيږي.
ګڼ شمېر افغانان فکر کوي، چې د دغو ستونزو تر شا د ښځې او مېړه د بې پرواهي په ګډون د بهرنيو ډرامو، فلمونو او د بهرنيو انجیوګانو له لوري د خلکو په کورنيو چارو کې مداخلې او لاسوهنې دي.
د کابل د فاميلي محکمې يو قاضي محمد عالم سادات وايي، چې د بهرنيو مؤسسو له لوري د افغانانو په کورنيو چارو کې د مداخلو او لاسوهنې له امله د زرګونه کورنيو تر منځ شخړې راپيدا شوي او د ښځې او مېړه د طلاق زرګونه قضيې په محاکمو کې درج شوي دي.
د « kabul love story» په نوم فلمي راپور کې راغلي، چې يوازې پلازمېنه کابل کې سلګونه ښځې د کورني تاوتريخوالي له امله په زندانونو کې پرتې دي او د جرمونو لامل يې مېړه وژل، له کوره تښتېدل د دفتري کار له امله مېړه، خسرګنۍ، او پلارګنۍ سره شخړې او لانجې ښودل شوي دي.
او دقاضی صاحبانو ته دی هم لدی موقع پوره استفاده کری او دجیبو نو په دکولو له دوارو طرفونو سخه رشوت اخله اوفیصلی کوه به ددوی غوا لنگه ده هیسکله یی هم دخدای لپاره فیصله نده کری
شهاب
په دې ډرامو او فلمو باندي دوې زموږ کورنې نظام له منځه وړل غواړي۔ د دوې په مخ کي تر ټولو لوې خنډ زموږ مسلمانانو کورنې نظام دې۔ دا چي ړنګ سو نو بيا دوې په بشپړه توګه ميدان وګاته اې هيواد والو راسې لږ فکر وکړو۔۔۔۔ فا عتبروا يا او للابصار
زمونږ لویه ستونزه ناپوهي ده ! که چېرې مونږ لازمه پوهه په اصطلاح (دیني وجیبه) وګڼو او د اړین علم زده کړه پر ځان واجب کړو نو ډېرې ستونزې به حل شي ، ډرامې ، فلمونه او انجیوګانې له عواملو یو عامل دی خو اصلي ریښه ناپوهي او له له خداي ورکړو حقوقو څخه بې خبري ده ، که چېرې د کورنۍ هر مشر د خپلې کورنۍ غړو ته د هغوي مسئولیتونه وریاد کړي او ورکړل شوي حقوق یې اعاده کړي هېڅ کله به داسې ستونزه را منځ ته نه شي . پدې باید قناعت وکړو چې د ناپوهۍ تشه… نور لوستل »