نړۍ

د مرسي په اړه د اسراييلي استخباراتو «موساد» شکمنې پوښتنې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب۷مه ۱۳۹۳ل): عربي نړۍ په ځانګړې توګه مصر کې، چې د عربي پسرلي هوا په لګېدو وه، ګردې نړۍ دا فال نيولی و، چې د حسني مبارک د ديکتاتور رژيم پر ځای به ولسي حکومت راشي، مګر په دغه قضيه کې اسراييل تر ټولو زيات متوجه هېواد و او دغه لړۍ يې په پوره دقت څارله.

الجزيرې تلويزون يو شمېر داسې پټ اسناد تر لاسه کړي، چې اسراييلي استخباراتو د سويلي افريقا له چارواکو غوښتي وو، چې د لومړني منتخب ولسمشر دکتور محمد مرسي او د اخوان المسلمين د مهمو مشرانو په اړه پټ، مهم او هر اړخيز معلومات اسراييلو سره شريک کړي.

۲۰۱۲م کال د جولايي په دېرشمه اسراييلو د سويلي افريقا استخباراتو ته يو پټ ليک لېږلی و او د مرسي په اړه يې د لاندې معلوماتو غوښتنه کړې وه.

• د مصري پوځ د کمزوري کولو، محکمو او «پټ دولت» په اړه د اخوان المسلمين راتلونکي پلانونه څه دي؟

• له سل ورځني پلان وروسته، چې مرسي خپل ولس سره وعده کړې، بيا به دوی کوم مهم ګامونه پورته کوي، تر څو ولس کې خپل محبوبيت زيات او راتلونکي لپاره د ولس رايې ځان ته جذب کړي.

• د ولسمشر مرسي او اخوان مشرانو تر منځ د اړيکو تفصيل او په ځانګړې توګه د خيرت شاطر، محمد بديع او د ولسمشرۍ راتلونکي مهم ګامونه څه دي؟

• د مرسي د سلاکارانو په اړه: د هغوی، نومونه، دندې، اخوان او په ځانګړې توګه مرسي سره د دغو سلاکارانو اړيکې.

• د هغو پلانونو معلومات، چې اخوان المسلمين يې د استخباراتو، دفاع او پوليسو په ليکو کې د خپل نفوذ لپاره کاروي او دغو ادارو کې کوم مهم خلک دي، چې اخوان المسلمين سره پټې يا ښکاره اړيکې او خواخوږي لري.

پوځي کودتا

په دې اړه ډېرې پوښتنې رامنځته کيږي، چې د اسراييلو د دې حرص او پوښتنې لامل يوازې د خپلو سياسي مشرانو باخبر ساتلو لپاره دي او که د دغو شکمنو پېښو تر شا نور هم ډېر څه ول؟ که د سويلي افريقا امنيتي چارواکو اسراييلو ته د يادو پوښتنو ځوابونه ورکړي وي «د پټو اسنادو له مخې داسې څه نه دي تر لاسه شوي، چې سويلي افريقا دې د دغو پوښتنو ځوابونه ورکړي وي»، نو دا خبره روښانه ده، چې دا معلومات د هغه لوري لپاره ډېر ګټور او اړين دي، چې د اخوان نظام د ړنګولو په لټه کې و.

جنرال سيسي د ۲۰۱۳م کال په جون کې پر ولسمشر مرسي پوځي کودتا وکړه، يعنې د نوموړي له واکمنۍ پوره يو کال وروسته.

د پام وړ ځای دا دی، چې اسراييل د خپل پټ ايمېل په ترڅ کې د «پټ دولت» په خبره ټينګار کوي.

پټ دولت پوځ، مدني ادارو، اقتصاد او قضا کې هغه پټ لاسونه دي، چې د واک اصلي واګې يې په لاسونو کې دي او د مرسي پر ضد پوځي کودتا د همدغو پټو لاسونو په هڅو او ملاتړ وشوه.

د ولسمشر مرسي پر ضد د پوځي کودتا مشر جنرال سيسي د مصر «پټ دولت» بلل کيږي او د همدې لپاره يې کودتا هم وکړه او دا سړی له ډېر پخوا اسراييلو سره ډېرې ګرمې اړيکې لري او غواړي، چې مصر کې د اسراييلو يو داسې ستراتيژيک دوست واکمن وي، چې د اسراييلو ګټو ته ژمن وي.

دا خبره ټولو ته روښانه ده، چې د مصر او اسراييلو استخباراتي اړيکې ۱۹۷۸م کال راهيسې ډېرې پخې او قوي دي او هغه مهال سيسي د نظامي استخباراتو مدير و.

د ۲۰۱۴م کال په پيل کې د اسراييلو د نظامي چارو کارپوه ايهود يعاري د مصر او اسراييلو د پټو اړيکو په اړه وويل: « زموږ او مصر تر منځ اړيکې د کميت او کيفيت له پلوه د پخوا په پرتله ډېرې عميقې دي.»

ايهود يعاري دا څرګندونې استراليا کې يوې غونډې ته وکړې او زياته يې کړه، چې دا اړيکې د حسني مبارک او انور سادات له وخته هم ډېرې قوي دي.

سيمه کې د ولسمشر مرسي پر ضد د پوځي کودتا تر ټولو مهم ملاتړي سعودي عربستان او متحده عربي امارات وو او په ښکاره يې د سيسي د کودتا مالي او سياسي ملاتړ کړی دی.

اسراييل د خپلو ډيپلوماتيکو هڅو په مرسته وتوانېدل، چې د سيمې او نړۍ حکومتونه د اخوان نظام د راتلونکې په اړه ووېروي او ټول يې په دې قايل کړل، چې د مرسي پر ځای بايد د سيسي ملاتړ وشي.

تر اوسه دا خبره يقيني نه ده څرګنده شوې، چې اسراييلو د سيسي څومره او څنګه ملاتړ کړی دی.

د هر هېواد استخبارات، چې کوم پلانونه عملي کوي، مسؤوليت يې هم د دوی پر غاړه دی او اسراييلي چارواکو، چې مصري پوځ مدني ادارو او قضا کې د هغو چارواکو پوښتنې کولې، چې د اخوان پلويان بلل کيږي، نو د دې تر شا خامخا څه خبره شته.

دغه معلومات کولای شي، چې اسراييلي چارواکو ته د قاهرې او اخوان د سياست په اړه د پلان جوړولو لار وښيي او که څوک يو نظام ړنګوي، نو دغه معلومات ورته ډېر اړين دي.

موږ دا نه وايو، چې د اسراييلو دا ګام دا معنا لري، لکه غل، چې د ګاونډي د کور په اړه خپل معلومات راټولي، مګر پلټونکي او څېړونکي عقلونه دا پرېکړه کولای شي، چې د اسراييلو دا کارونه د څه لپاره کړي دي؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x