د ايران اتومي انرژۍ په اړه د اوباما او نيتنياهو اړيکې ترينګلې شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۷مه، ۱۳۹۳ل): د ايران اتومي انرژۍ په اړه د اسراييلو او امريکا اړيکې تر پخوا ترينګلې شوي دي.
د اسراييلو لومړي وزير بنيامين نيتنياهو پر امريکا او نورو هېوادونو تور لګولی، چې د ايران د اتومي پروګرام د مخنيوي هڅې يې پرېښي دي.

امريکايي سياستوال امريکا ته د اسراييلي صدر اعظم د سفر په اړه دوه ډلې دي.

د بهرنيو چارو وزير جون کيري او د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت سلاکارې د نيتنياهو د څرګندونو په اړه ظاهرا خوابدي دي.

څه موده وړاندې د امريکا د ملي امنيت سلاکارې سوزن رايس ويلي و، چې کانګريس ته د نيتنياهو وينا د امريکا او اسراييلو دوه اړخيزو اړيکو ته زيان اړوي.

سوزن رايس په يوه تلويزوني وينا کې وايي: «دواړو هېوادونو کې چې هر څوک واکمن وي، د امريکا او اسراييلو تر منځ قوي اړيکې غواړي.»

بل پلو جمهوري پلوو لوړپوړو مشرانو له نيتنياهو غوښتي، چې راتلونکې اونۍ دې کانګريس ته وينا وکړي.

د اسراييلو صدر اعظم بنيامين نيتنياهو وايي، چې امريکا او نړيواله ټولنه مني، چې په دې وروستيو کې ايران دا وړتيا پيدا کړې، چې بې شمېرې اتومي وسلې جوړې کړي. «زه د امريکا او سپينې ماڼۍ درناوی کوم، مګر دا هېڅکله نه شم زغملی، چې يو څوک د اسراييلو راتلونکو نسلونو لپاره ګواښ وي او زه دې ورته لاس تر زنې ناست يم.»

د يادونې وړ ده، چې اسراييلي صدر اعظم دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې امريکا ايران سره د اتومي انرژۍ په اړه خبرې اترې روانې کړي او د څارونکو په اند د مذاکراتو دا لړۍ تر ډېره بريالۍ شوې او امريکا نه غواړي، چې پر ايران دې نور اقتصادي بنديزونه ولګول شي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جون کيري په ډېر احتياط ويلي، چې کېدای شي په دې اړه د نيتنياهو څرګندونې بې ځايه او له وخته مخکې وي.

د امريکا بهرنۍ پاليسي د اوباما که نيتنياهو په واک کې ده؟

په دې تېرو شپږو کالو کې د بارک اوباما او اسراييلي صدر اعظم نيتنياهو تر منځ ستونزې او مخالفتونه ډېر شوي او نيتنياهو، نه يوازې، دا چې په خپلو دوو اړخيزو اړيکو کې، بلکې د امريکا په بهرني سياست او په ځانګړې توګه د منځني ختيځ او ايران په اړه پر امريکا سخت فشار راوړي او داسې ښيي، چې د امريکا اصلي ولسمشر اوباما نه، بلکې بنيامين نيتنياهو دی، مګر امريکايي صهيوني رسنۍ بيا پر نيتنياهو نيوکې کوي، چې دی بايد داسې څرګندونې ونه کړي، چې د امريکايي ولسمشر حيثيت ته زيان واړوي او امريکايي ولس ته اندېښنې پيدا کړي.

د ساري په توګه نيويارک ټايمز ورځپاڼې پر نيتنياهو نيوکه کړې، چې د نوموړي تعامل امريکايي ولس ته دا اندېښنې پيدا کوي، چې هغه پټ لاسونه کوم دي، چې د پردي دولت يو صدر اعظم راځي او د دوی ولسمشر سره د امريکا د بهرنۍ او کورنۍ پاليسي په اړه ډغرې وهي او خپله خبره پرې مني.

نيويارک ټايمز زياتوي، چې دا کار د هغو پټو يهودي کړيو په ګټه نه دی، چې امريکا او نورې نړۍ کې د اسراييلو لپاره دندې ترسره کوي او له نتنياهو يې غوښتي، چې د امريکا کانګريس ته د وينا لپاره را نه شي.

پر امريکايي کانګريس د اسراييلو اغېز

امريکايي ژورناليست مايک سينګ د کانګريس د يو لوړپوړي مامور له قوله وايي، چې د کانګريس له نيمې زيات غړي «۲۵۰-۳۰۰» غړي د اسراييلو پلويان دي او د امريکا او اسراييلو د اړيکو پخوانی مسؤول سټفين روزين، چې اسراييلو ته د امريکا د ملي ګټو د پټو رازونو د لېږلو له امله تورن دی د «نيويارکر» ورځپاڼې خبريال جيفري ګولډ بيرګ ته په ډېر ډاډ وويل، چې دی کولای شي، چې هر وخت وغواړي، د اسراييلو لپاره د امريکايي سناتورانو رايې په اسانۍ راخپلې کړي.

امريکا او ايران ترخې څرګندونې او خوږې اړيکې

ايران نه غواړي، چې سيمه کې يوازې د يو قوت په توګه پاتې شي، بلکې اوسنی نظام هم د پخواني شاه په څېر غواړي، چې ګرده سيمه کې د يو مشر او قوي لارښود په توګه را مخته شي.

پخواني شاه په کور دننه د فارسي قوميت او له هېواده بهر امريکا او اسراييلو سره په ګډه همکارۍ هڅه کوله، چې سيمه کې ځان د يو قوي او ځانګړي ليډر په توګه راڅرګند کړي.

د ايران د اسلامي انقلاب مشر خميني بيا ويل، چې نظام به يې د شيعه مذهب سياسي اسلامي وي او سيمه کې د امريکا د وجود مخالف و.

که ايران د امريکا نظامي ملګری شي، سيمه کې به یو عادي ځواک وي او ټول زور به يې د خپل اقتصادي او نظامي واک په اندازه وي او ايران اندېښنه لري، چې دا فکر به یې سيمه کې د قيادت او مشرۍ له منډې او مقابلې وغورځوي او له امريکا وروسته به دوهم ښه او فعال دولت شي.

اوس چې ايران سيمه کې امريکا سره يو ډول رقابت هم غواړي او سيمه کې د امريکا ګواښونه هم ويني، نو ايران هڅه کوي، چې ځان د امريکا رقيب وښيي او سيمه کې د شريکو ګټو په موخه به ايران د رقابت پستوکی په تن کړي او امريکا سره به ځان په دغه جامه کې ملګری او شريک کړي.

د دې پر ځای، چې ايران سيمه کې له ترکيې، اسراييلو او سعودي سره رقابت پيل کړي، د امريکا په مرسته غواړي، چې سيمه کې قوي او د مشر رول ولوبوي.

د پېښو څارونکي په دې اند دي، چې په ډېر لنډ وخت کې به ايران په پټه سيمه کې امريکا سره په ګډه د سني جهادي ډلو پر ضد يوه قوي جبهه جوړه کړي او د دواړو هېوادونو تجارتي اړيکې به نورې هم وده وکړي او د سيمې د کړکيچنو حالاتو له مخې به د دواړو هېوادونو تر منځ خوږې اړيکې پيل شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د