افغانستان

کندهار: په چاودنه کې اوه تنه ملکي وګړي مړه او څلور نور ټپيان شول

INJURED_IN_HERAT_BLASTنن ټکی آسیا: د کندهار ولایت د میوند په ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر موټر د ماین چاودني له کبله ۷ تنه ملکي وګړي مړه او څلور نور ټپیان شول.

د کندهار امنیتي چارواکو خبر ورکړ چي نن ماسپښین په سیمه ایز وخت د درې بجو په شاوخوا کې په یاده ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر موټر ماین وچاودېد، چي له کبله يې ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله ورسیده.

هغوی زیاته کړې چي موټر د میوند ولسوالۍ د عزیز اباد د سیمي څخه د ولسوالۍ د مرکز په لور روان وو چي د پر لاره باندي ښخ کړه شوی ماین وچاودېد، چي له کبله يې اوه تنه ملکي وګړي مړه او څلور نور ټپیان شول.

په وژل شویو کسانو کې ۳ تنه کوچنیان، دوه تنه میرمني، او دوه نارینه شامل دي، او په ټپيانو کې هم دوې میرمني او دوه نارینه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x