هلمند: له عملیاتو سره – سره طالبان پخپلو سیمو واکمن دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۷مه، ۱۳۹۳ل): د هلمند په ځینو ولسوالیو کې د دولت له لوري د پیل شویو عملیاتو په اړه ځينې سیمه ییز چارواکي او عیني شاهدان وايي چې تر دې دمه لا هم طالبان پخپلو سیمو واکمن او دولتي لوري هیڅ وړاندې تګ نه دی کړی.

دغه عملیات چې د قومندان دادان لونګ په مشرۍ د ۷۰۰۰ ملي اردو، پولیسو او اربکي عسکرو په ګډون پیل شوي دي، د هلمند په نادعلي، مارجه او سنګین ولسواليو کې يې د نښتو راپورونه ورکړل شوي دي.

که څه هم دولتي رسنۍ د مارجې په تریخ ناور او د نادعلي په شاول او باباجي سیمه کې د طالبانو د ځپلو ادعاوي کوي، خو طالبانو بیا د دولتي عسکرو د پراخو تلفاتو راپورونه ورکوي، بل خوا عیني شاهدان وايي چې دغه سیمې لا هم د طالبانو په واک کې دي.

په هلمند کې د نن ټکی اسیا خبريال وايي چې دولتي ځواکونه د عملیاتو په لومړۍ ورځ د باباجې سیمې په لوی مانده کې د یو څو شېبو لپاره تم شول، چې د طالبانو له بریدونو سره بېرته را شاته شول، خو په رسنیو کې د دې سیمې د بشپړې تصفیې راپورونه خپاره شول.

د سرچینې په قول په دې سیمه کې د ملي اردو په مشرۍ د ګډو ځواکونو د لس ورځنیو عملیاتو پلان نیول شوی و، چې له یوې اوونۍ تېرېدو وروسته لا هم دولتي عسکرو په لوی مانده سیمه کې د بیا پل اېښودو موقع موندلې نه ده.

په ورته توګه د مارجې ولسوالي په تریخ ناور سیمه کې طالبانو او دولتي عسکرو دواړو د یو بل د پراخو تلفاتو دعوې کولې، په سیمه کې زموږ همکار وايي چې دا سیمه لا هم د طالبانو تر واک لاندې ده.

په دې عملیاتو کې د مارجې د پولیسو یو ټپي شوی قومندان وايي چې د زرګونو عسکرو په ملتیا بیا هم څوک د تریخ ناور عملیاتو ته تیار نه و، خو له ډېر فشار وروسته همدې قومندان په دې سیمه کې عملیاتو ته زړه ښه کړ، چې په ټپي کېدو سره يې دغه عملیات په یو ساعت کې پای ته ورسېدل.

زموږ د همکار د معلوماتو له مخې په تریخ ناور سیمه کې طالبان د وسلو له کمښت سره مخ شوي و، چې سمدستې يې د ناوې ولسوالي په مربوطاتو کې له همکارو او د دوی په خبره «نفوذي پولیسو» نه د مرمیو مرسته غوښتې وه او دولتي لوری پرشا تګ ته اړ شوی دی.

په یادو سیمو کې لا هم جګړه په شدت سره روانه ده، چې د سرچینې په قول د مارجې له سیستاني سیمې څخه تازه دمي طالبان هم جګړې ته رارسېدلي دي.

د پوځي کارپوهانو په وینا د دولتي عسکرو د پراخو عملیاتو پرلپسې ناکامي دا په ګوته کوي چې د دوی تر منځ مناسبه همغږي او بشپړ باور نشته.

تر دې وړاندې هم د ګډ حکومت له لوري د کونړ په دانګام کې طالب ضد پیل شوي عملیات د دوی په قول له سختې ناکامي سره مخ شول، چې په پایله کې يې سیمه د طالبانو تر بشپړ واک لاندې شوه.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د