افغانستان

افغانستان او ازربايجان د دوه اړخيزې همکارۍ تړون لاسليک کړ.

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب۷مه ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني ازربايجان هېواد سره د دوه اړخيزې همکارۍ تړون لاسليک کړ.

له ارګ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې، راغلي، چې د ګډ حکومت مشر د ازربايجان د اقتصاد او صنايعو وزير شاهين مصطفی يوف سره د دواړو هېوادونو تر منځ د دوه اړخيزې همکارۍ تړون لاسليک کړ.

شاهين مصطفی يوف وويل، چې هېواد يې تيار دی، چې افغانستان سره په اقتصادي، صنعتي او نورو اړوندو موضوعاتو کې دوه اړخيزه مرستې وکړي.

د ګډ حکومت مشر اشرف غني وويل، چې افغانستان د يو مناسب «چارجوب» له مخې روان دی او ازربايجان سره د لنډ مهالي، منځمهالي او اوږدمهالي پلانونو له مخې په دوه اړخيزو همکاريو کار کوي.

د ګډ حکومت مشر زياته کړه، چې افغانستان کې د بهرنيو پانګوالو لپاره شرايط او امنيتي حالات مساعد دي، د سيمې او نړۍ پانګوال کولای شي، چې افغانستان کې پانګونه وکړي.

کارپوهان وايي، چې د بهرنيو پانګوالو او بهرنۍ پاليسي مهمه اډانه پر کورني امنيت او داخلي پاليسي ده.

که د هېواد امنيت او داخلي پاليسي سالمه وي، نو بهرنۍ پاليسي او د بهرنيو پانګوالو جلبول ډېره اسانه ده، مګر په افغانستان کې د ګډ حکومت د دواړو لوريو او د دوی د اتحاديانو داخلي ستونزو او د بهرنيو سفارتونو مداخلو او لاسوهنو له امله د هېواد امنيت ورځ تر بلې ګډوډيږي، په هېواد کې سوداګريزې او بيا رغونې چارې په ټپه ولاړې دي او په داسې حالت کې د سيمې او نړۍ هېوادونو سره د همکارۍ دوه اړخيز سندونه لاسليکول يوازې تر کاغذونو او رسمي څرګندونو پورې محدود وي او د عملي کېدو يې تر ډېره بې ځايه بريښي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x