
تر پنجشیر وروسته بدخشان کې واورو ۱۸ کسان وژلي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب۷مه ۱۳۹۳ل): د بدخشان ولایت په ماهمي ولسوالۍ کې واورې ښوېدنې یواځې د یو کلي ۱۸ کسان وژلي.
د بدخشان ولایت د والي مرستیال ګل محمد بیدا ویلي چې دغه پېښه تېره شپه د ماهمي ولسوالۍ په تنګ شیو سیمې کې شوی.
هغه زیاته کړه چې لومړني معلومات ښيي چې د واورې ښوېدنې له کبله ۱۸ کسان وژل شوي او احتمال لري چې د تلفاتو شمېر به تر دې هم زیات شي.
د بدخشان د طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس عبدالله همایون دهقان ویلي چې واورې ښوېدنې د تنګ شیو کلي ډيری خلک لاندې کړي او یو شمېر کورونو يې وران کړي دي.
دهقان زیاته کړې چې د واورو له کبله ۱۳۹ کسان زیانمن شوي.
ویل کیږي چې په تېرې یوې میاشت کې د بدخشان په راغستان، یمګان، شکی او ماهمي ولسوالیو کې ۲۵ کسان واورو وژلي او لسګونه کورونه یې ړنګ کړي دي.
بدخشان د هېواد له هغو ولایتونو څخه دی چې ډيره واوره په کې وریږي او هر کال د واورې ښوېدنې خبر ددغه ولایت څخه ورکول کیږي.
دا په داسې حال کې چې په پنجشیر ولایت کې د تېرې ورځې واورې ښوېدنې تر ۲۰۰ زیات کسان ووژل او د نورو تلفاتو اندېښنه هم شته دی.