افغانستان

په جلا جلا پيښو کې د بهرنیو ځواکونو ۵ تنه عسکر ووژل شول، او دوه نور ټپيان شول

injured_in_kandahar_bomb_blastنن ټکی آسیا: نن د افغانستان په لویدیځ او ختیځ کې د بهرنیو ځواکونو ۵ تنه عسکر ووژل شول.

د ایساف د رسنیز مرکز څخه په خپره شوې دوو جلا جلا خبرپاڼو کې خبر ورکړه شو، چي نن لومړی د افغانستان په ختیځ کې د یوې چاودني له کبله د ایساف دوه تنه بهرني عسکر ووژل شول.

په خبرپاڼه کې د وژل شویو عسکرو هویت نه دی څرګند شوی، او نه د پيښي دقیق ځای څرګند شوی.

ایساف په خپلې دوهمي خبرپاڼه کې وویل چي نن د افغانستان په لویدیځ کې د یوې غیر جنګي پيښي له کبله د ایساف ۳ تنه ټپي شوې عسکر نن ووژل شول.

په خبرپاڼه کې د وژل شویو عسکرو هویت نه دی څرګند شوی، او نه هم دپيښي په اړه کوم ډول معلومات ورکړي دي.

خو د هرات ولایت د ترافیکو چارواکو خبر ورکړی چي نن د هرات د هوايي ډګر پر سړک باندي د ایټالوي عسکرو موټر چپه شو، چي له کبله یې یو څو تنه مړه او دوه نور ټپيان شول.

باید وویل شي چي په روانه میلادي میاشت کې بهرنیو ځواکونو خپل د ۳۸ تنو عسکرو وژل منلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x