روغتیا

دماغ تېزونکي خواړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب۷مه ۱۳۹۳ل): دا ویل ناسم نه دي چې که جسما هر څومره انسان قوي وي خو که دماغ يې کمزوري وي، نړۍ کې هېڅ پرمختګ نشي کولای. د ذهن تېزولو لپاره کومې جادو ګولۍ خو لا تر دې دمه نه دې جوړی شوي، خو ځېنې خواړه بیا شته چې دماغ تیزوي او له نارغیو یې ژغوري.

دغه خواړه دومره کولای شي چې همېشه مو تندرسته کړي او ذهنا مو همېشه ځوان وساتي.

اغوزفوٹو بشکریہ وکی پیڈیا

اغوز زړه او انسان له ساري مرضونو ساتي. دا یواځېنۍ مېوه ده چې (alpha linolenic acid) څخه ډکه وي. دپه ۲۰۱۰ کې په یوې شوې څېړنه کې ویل شوي چې د اغوزو خوړل حافظه قوي کوي او د نوي شیانو زده کولو کې پر ذهن مثبت اغېز کوي.

زیتونو تیلرائٹرز فوٹو

زیتونو تیل د بهترینو شیانو مرکب دی چې د دماغو د عمر زیاتیدو کار ورو کوي. یعنی دماغ ورسره ژر نه زړیږي. د امریکا د برګم اینډ ویمنز هاسپټل یوې څېړنې ښودلې چې د زیتونو تیل کې داسې غوړي وي د دماغو زړښت کار ورو کوي. سربېره پر دې که د کوچو یا غوا غوړیو پر ځای د زیتونو تیل همېشه استعمال شي نو هم دماغ ساتي او هم د انسان په نورې روغتیا اثر کوي.

سټابري/بېرې/ګورګورېاے ایف پی فوٹو

سټابري وي که ګورګورې که سوابېرې یا نورې بېرې هم حافظه له کمزوري کېدو ساتي. ایلنز آف نیورولوجي په نوم یوې جریدې په خپلې یوې څېړنه کې ویلي چې ګورګورې، اسټابري او نورې بېرو استعمال د منځني عمر ښځو دماغ له کمزورۍ ژغوري چې له کبله یې د زړښت سره حافظه او یاداشت باندې هېڅ اغېز نه کیږي.
همدا راز په یو کار د توجه کولو صلاحیت او وړتیا هم پر خپل ځای پریږدي.

قهوه/کافيرائٹرز فوٹو

په کافي کې موجود کیفین دماغي حس ښه کوي. کیفین نه یواځې دماغ تیزوي بلکي په دې کې موجود (Antioxidant) د دماغو روغتیا ساتلو کې مرسته کوي. همدا راز څېړنو ښودلې چې د نړۍ دغې مشهورې او منل شوی ګرم مشروب د مایوسۍ د ختمولو لپاره هم ګټور ثابتېدای شي.

پالکاسکرین شاٹ

پالکو کې د لوټین په نوم (Antioxidant) په پراخه پیمانه موجود دي چې دماغ له کمزورۍ ساتي. هارورډ میډيکل سکول په یوې څېړنه کې ویلي کومې مېرمنې چې پالک او نور شنه سبزي خوري نو دماغ د کمزوري کېدو کچه یې کمه وي او په ځانګړي ډول هغو کسانو ته په کتلو سره چې سبزي نه خوري، دماغ يې ډير ښه وي.

اوبهاے ایف پی فوٹو

زیاتره طبي څېړنو کې ویل شوي چې تنده په دماغي کارونو اثر کوي. په حقیت کې د اوبو غوښتنه د لنډ وخت لپاره یاداشت، یو شي ته توجه کول او پریکړه کولو وړتیاو ته زیان رسوي او ددې اسان حل دادی چې انسان د ورځې اته ګیلاسه اوبه وڅکي.

ماهيرائٹرز فوٹو

ماهي هم د دماغو په تېزولو کې خورا ښه اغېزمن دي. دا د دماغو زیاتره مرضونه کموي او حافظه قوي کوي همدا راز دماغ د زړښت څخه ژغوري. څېړنې ښيي کوم خلک چې ماهی خوري په زړښت کې یې هم دماغ د ځوانۍ په څېر تېز کار کوي.

هوګهفوٹو بشکریہ وکی میڈیا کامنز

د هوګې استعمال انسان د دماغو د سرطان څخه ساتي. د امریکا د سرطان ټولنې په یوې څېړنه کې ویلي چې په هوګه کې موجود اجزاء داسې خلیات له منځه وړي چې په دماغو کې د رسولۍ دانې لامل کېدلای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عمرزئ

سلامونه!
ښکلی معلومات دی، خو یو څو شیان در څخه پاتي چي هغه نبوي نسخه کی ذکر شوي:
– خرما
– شهد (عسل)
دا پکي شامل کړۍ.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x