افغانستان

پاکستاني پولیسو څلور افغان ديپلوماتان نیولي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۷مه ۱۳۹۳ل): د خیبرپښتونخوا ایالت پولیسو نن پنجشنبه د پېښور په یونیورسټي ټاون او اړونده سیمو کې د څلورو افغان ديپلوماتانو په شمول ۲۸ کسان نیولي دي.

د پاکستانۍ ورځپاڼې ایکسپریس ټریبیون د راپور په اساس په نیول شوو افغانانو کې څلور ديپلوماتان هم شامل دي چې د یونیورسټي ټاون په سیمه کې نیول شوي دي او قانوني اسناد یې نه درلودل.

د نیول شوو ديپلوماتانو نومونه د افغانستان د قونسلګرۍ درېیم سکرتر عبدالحمید، د ترانسپورت افسر غلام سخي عظیمي، د مهاجرینو د چارو افسر ډاکتر الوځی او نور احمد حق جو دي چې د پېښور په قونسلګرۍ کې یې دندې ترسره کولې.

د راپور په اساس د یونیورسټي ټاون پولیسو منلې چې نن سهار وختي یې چاپې اچولي او ۲۸ کسان یې نیولي. هغه زیاته کړې چې ۲۷ یې له دې کبله چې قانوني اسناد یې درلودل بېرته خوشې کړي او یوازې یو چې اسناد یې نه درلودل، د دوی سره په بند کې دی.

په پېښور کې د افغانستان جنرال قونسل سید محمد ابراهیم خیل د یاد شوو ديپلوماتانو نیول تایید کړي او د هغوی نیول يې د جینوا د کنوانسیون خلاف بللي.

هغه زیاته کړې چې په دې اړه یې په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر جانان موسی زي سره خبرې کړي او هغه په دې تړاو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په جریان کې اچولی.

ابراهیم خیل ایکسپریس ټریبیون ته ویلي چې دا لومړی ځل نه دی، دوه ورځې وړاندې نوموړی هم پولیسو درولی او نیولی و.

د پېښور تر برید وروسته د پاکستان پولیسو د افغان مهاجرینو په نیولو او ځورولو پیل کړی دی. زیات وخت پولیس د قانوني اسنادو سربېره افغان مهاجرین نیسي او زندانونو ته یې اچوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x