افغانستان

طالبانو د پنجشیر قربانیانو ته د تسلیت پیغام وړاندې کړ

نن ټکی اسیا (پنجشبنه، کب ۷مه ۱۳۹۳ل): طالبانو په پنجشیر او نور هېواد کې د واور ښوېدنو او ورښتونو له کبله د وژل شوو کسانو د کورنیو سره خواخوږي ښودلې.

په پنجشیر، بدخشان، تخار په شمول تېر ورځ د هېواد په ډيری سیمو کې واورې وښوېدلی چې له کبله یې تر ۲۰۰ زیات کسان ووژل شول او لسګونه کورنه ونړیدل.

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې چې نن ټکي اسیا ته یې یوه کاپي رالېږلې په کې د ورښتونو او واورو له کبله د وژل شوو کسانو کورنیو، خپلوانو او هېوادوالو سره تسلیت او خواخوږۍ پیغام شریک کړی. هغوی د پنجشیر او نور هېواد د واورو په ښوېدنه کې وژل شوو کسانو ته دعا کړې: « الله تعالی دې په دغو پيښو کې وژل شوو هيوادوالوته مغفرت، د آخرت سعادت او جنتونه ور په نصيب کړي او پاتو کورنیو او خپلوانوته دې جمیل صبر ور کړي.»

طالبانو زیاته کړې چې هېواد يې په داسې حال کې چې له بهرني اشغال، جګړو، ځورونو، شکنجو، چور، فساد او راز راز وحشتونو سره مخ دی، ددغه ډول افتونو له کبله د خلکو مړينه ډیر دردونکي او خواشینوونکي ده.

هغوی ویلي چې دوی د خدای لوري ته لاسونه لپه کوي چې «په مظلوم او بیچاره ولس ورحميږي، نور دې الله تعالی دې ملت ته خوشحالي، آزادي، خپلواکي، او د اسلامي نظام تر سیوري لاندې ابرومندانه او د هوسا ژوند ورپه نصیب کړي او الله تعالی مو دې له لا ډيرو افتونو او الهی عذابونه څخه په خپل امن کې وساتي».

د یادونې وړ ده چې په تېرو څو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې د سختو واورو له کبله زیاته مرګ ژوبله رامنځته کیږي.

تر دې وړاندې په ۲۰۱۰ کې په سالنګ کې د واورې ښوېدنې له کبله ۱۶۰ کسان وژل شوي وو.

همدا راز په ۲۰۱۲ کې په بدخشان کې د واورو ښوېدو له کبله ۵۰ کسان وژل شوي وو او تر ۱۵۰ زیات نور ورک شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x