افغانستان

د استاد رباني د وژني په اړه یو لړ معلومات د ملي امنیت له خوا رسنیو ته ورکړل شول

rabbani_posterنن ټکی آسیا: د استاد برهان الدین رباني د وژني په اړه معلومات د ملي امنیت له خوا څخه نن رسنیو ته ورکړل شول.

په دې اړه د د ملي امنیت یو تن مطبوعاتي مسؤول شفیق الله طاهري وویل چي برید یو تن طالب چي عصمت الله نومیده له خوا ترسره شوه، هغه ادعا کوله چي د کویټي د شوری څخه يې یو صوتي پيغام د سولي د عالي شوری لپاره راوړی، چي د هغه یوه حصه يې د دغه شورا په غړو واوریدله،

چي د سولي په اړه په کښي د یو تن مولوي عنایت الله مخدوم له خوا خبري شوې وي.

عصمت الله ویل چي د صوتي پیغام بله برخه به خاص په استاد رباني باندي اوروي، خو ځکه چي استاد رباني د هیواد څخه بهر وو، نو نوموړي کس د سولي دعالي شوری په میلمستون کې شپې صبا کولې، او د برید څخه یوه ورځ تر مخه هغه د یوه ساعت لپاره د میلمستون څخه وتلی وو، چي معلومات يې ونه شول، چي چیرته تللی وو.

په دغه برید کې د سولي د عالي شورا د دار الانشاء مرستیال رحمت الله واحدیار هم په ټپي حالت کې ژورنالیستانو ته ورته معلومات ورکړه، او زیاته يې کړه کله چي استاد رباني د سفر څخه بیرته هیواد ته را ستون شو، نو مونږ نومړی کس د میلمستون څخه استاد رباني ته وروستی.

استاد رباني ته د ورتګ په وخت کې هغه په مکمله توګه تلاشي هم شو، خو په لنګوټه کې تلاشي ونه شول، او کله چي هغه د استاد رباني سره ستړې مشي کول، نو چاودنه وشول، چي بیا وروسته زه هم بی هوښه شولم، او هیڅ درک نه راته وشو چي بیا وروسته څه پيښ شول.

هغه زیاته کړه چي زه واحد یار، معصوم ستانکزی، استاد رباني او عصمت الله په یوه ځای کې سره نیژدې ولاړ وو، معصوم ستانکزی استاد ته لږ نیژدې وو، خو زه لیږ لیري وم.

هغه دا خبرونه رد کړه چي ګواکي دی دي د استاد رباني په وژنه کې کوم ډول لاس لري، او زیاته يې کړه چي که ما غوښتلي وای، بیخی به دې مجلس ته حاضر شوی نه وای، او نه زما کوم خاص ضرورت وو، معصوم ستانکزي مونږ ور وغوښتلو، او کله چي برید ترسره شو، نو مونږ ټوله په دوه متری سیمه کې نیژدې او بی خبره سره ولاړ وو.

د ملي امنیت مسئول شفیق الله طاهري زیاته کړه چي دا کس عصمت الله په کویټه کې دیوتن حمید الله له خوا د سولي عالي شوری ته ورپيژندل شوی وو، او هغه دا ادعا کول چي د سولي د خبرو پرمخ وړلو کې د طالبانو له خوا تر ټولو لومړی کس دی.

هغه تور ولګوی چي دا برید په اصل کې دطالبانو د کویټي د شوری له خوا تر سره شوی، خو طالبانو ددې تر مخه د کویټي د شوری په اړه ویلي وه، چي داسي شورا دوی نه لري.. خو د افغان حکومت او امریکا له خوا ویل کیږي چي داسي یو شورا شتون لري.

باید وویل شي چي د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له خوا څخه رسنیو ته په لیږل شوي یو لیک کي ویل شوې وه چي دوی تر اوسه ددې برید مسئولیت نه اخلي، او په دې اړه يې خپلي څیړني نه دي بشپړي کړي چي برید د چا له خوا او څرنګه ترسره شو.

تر اوسه ددې پيښي مسئولیت بلي کومي ډلي هم نه دی منلی، او په افغانستان کې په مقاومت بوخت یوې بلي ډلي حزب اسلامي له خوا هم ددې برید مسئولیت نه دی اخیستل شوی، هغوی د استاد رباني د مړیني په اړه خپله خواشیني څرګنده کړې، او په دې وژنه کې بهرني ځواکونه پړه بللي، او زیاته کړې چي که امریکایان او متحدین يې د افغانستان څخه ونه وزي، نو د مرګو او افغان وژنو دا لړی به همداسي دوام مومي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x