fbpx

خر ترچا کم دی؟ طنز

لیکوال: ذره بین

اوازه ده وایي په کابل کې د مدني فعالانو او ادب پالو یوه ډله غواړي راتلونکې پنجشنبه د خره لمانځنغونډه جوړه کړي،ځینو خلکو دمدني فعالانو په دې اقدام تعجب کړی او ځینو خو حتی حیوان ناهق یعني خر ددې وړ نه دی بللی چې د مدني او ادبي فعالانو لخوا ولمانځل شي.

زما په نظر خو ددغو معترضینو اعتراض بیځایه دی،ځکه که وګورو په خره کې هغه ټول صفات په اکمله توګه شتون لري چې نن سبا په ادبي؟ او مدني؟ مجالاتو کې د یو چا دلمانځلو او لمانځنغونډې لپاره لازم بلل کیږي.

یو وخت و ادیب به هغه سړی بلل کیده،چې د بادرنګ ګل او ټیپر ګل په مشاعرو کې به یې په ناز او اداء له جنسي عشقه ډک بیتونه ویلای شوای، د امریکا غږ په اشنایانو دیره پروګرام کې به یي څلور پنځه ځله شعر دیکلمه کړی و،او د پښتو شعر د څو تنو مشهورو شاعرانو جمع اسد دانش سره به یې مخامخ شناخت او تیلفوني اړیکي درلودې.

مګر نن سبا چې د فیسبوک زمانه ده د مدني او ادبي فعال کیدلو معیارونو هم ترقي کړې ده،نن سبا به هغه وخت مدني فعال،ادیب یا مطرح شخص بلل کیدای شې،چې یو خو به دې ټاکنیزې دیموکراتیکي منډې ترړې ضرور کړي و، دغه منډه ترړې دې بایدد غني بابا لپاره کړې وې،که دزلمي رسول لپاره دې کړې وې ، بیا هم نامنظورې دي.

د مدني فعال او ادیب کیدلو بل اړین توکی دادی چې د جلالکوټ په تکړه رسام ارباب صاحب به دې یو دانه خپل تصویر هم رسامي کړی وي او بیا دې که دغه رسم شوی تصویر په فیسبوک پروفایل باندې لګولی و نو بیا خودې په مدني توب او ادیب والي کې هیڅ شک شبهه نه پاته کیږي.

ددې لارې وروستی پړاو دادی چې باید یا خپله په کومه لمانځنغونډه لمانځل شوی اوسې یا دې د نورو په لمانځلو کې برخه اخیستي وي .

اوس که شاغلی خر په دغه معیار وتلو نو د مدني فعالیت له دعوه دارانو که دوه ګوتې زیات نه شي کم خو بیخي نه دی او بالکل په لمانځلو ارزي.

زموږ مدني فعالانو به د اشرف غني لپاره ټاکنیز دموکراتیک فعالیت کړی وي،خو هغه به یي هم پریکنده بریا ته نه وي رسولی ،مګر خره د اشرف غني د مشر اوباما لپاره داسې تاریخي دموکراتیکي خرتیزکې وهلي دي چې د امریکا په تاریخ کې یي په لومړي ځل تورپوستۍانسان ولسمشرۍ ته ورساوو.

خره د مدني فعالانو لخوا د ستایل کیدو دوهم شرط هم پوره کړی دی، ځکه هغه اعلان چې د دې لمانځنغونډې لپاره خپور شوی دی ، دخره د ځوانۍ تصویر ښاغلي ارباب بقلم خود نقاشي کړی چې د خره تر شونډک لاندې یي خپل لاسلیک هم لیکلی دی .

که د مدني فعال کیدلو لپاره ستایل کیدل یالمانځنغونډه شرط وي، نو خره دا شرط هم پوره کړی دی،ځکه که ستاسو یاد وي وړم کال د مدني فعالیت په زانګو بامیانو کې د ځایي مدني فعالانو لخوا د خره د لمانځلو شانداره لمانځنغونډه جوړه شوې وه ، خره ته یې د ابرسانۍ په برخه کې میډال ورکړ او ښه یي ونازاوو.

بله داچې که دانصاف په نظر وګورو خر تر ځینو مدني فعالانو په خپل ځان کې ډیر اصیل او پوخ هم دی او هغه ځکه چې ځینو مدني فعالانو ته ځانونه دورګه ښکاري او کله ناکله خو خپله اقرار کوي چې دوی د بیزو زامنان دي،مګر خر له اوله تر اخره همدا وایي چې زه دورګه نه یم ، د بیزو زوی نه یم بلکې خر یم د خره زوی یم .

لنډه داچې خر د دموکراسۍ او مدني فعالیت په ټولو برخو کې تر نورو وړاندې دی،تیر کال چې انتخابات وو موږ لیدل چې مدني فعالانو یوازې په شعارونو کې ددموکراسۍ چیغې وهلې او که به یي ډيره قرباني ورکړه نویوه ورځ به واټ ته په لاریون راووتل او څو د ریا عکسونه به یي واخیستل ترڅو یي په فیسبوک کې د خپل فعالیت د ښودلو لپاره نشر کړي.

مګر خر ددموکراسۍ په کار کې دومره اخلاصمن و چې د اوړي په سخته ګرمۍ کې به یي ټوله ورځ په خپله شا لرې پرتو کلیو او غرنیو سیمو ته د رایو صندوقونه وړل ، خو نه یي دمدني فعالانو غوندې له کومې مؤسسې فنډ او حق الزحمه اخیسته او نه یي هم د فیسبوک تصویرکشي او ریاکاري کوله .

دې ته په پام سره ویلی شو چې خر تر هیڅ مدني فعال کم نه دی او چې کم نه دی ضرور باید لمانځنغونډه ورته جوړه شي او ولمانځل شي .

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جمیل انوري
میلمه
جمیل انوري

ښه ده دې مدني فعالو خرو دخپل ذات یعني خره حقیقت ښه روښانه کړي ترڅو خلک پوه شي چې مدني فعالان ټول شنه خره دی ، او ددې ټولنو چلونکو اومینه وال ټول شنه دبیان دي

Hameed
میلمه
Hameed

د نن ټکی آسیا محترمو چلونکو سلام له سلام نه وروسته می درنه یو خواهش او په عین حال کی می درته یوه مشوره ده هغه داچی نور دی دا ډول لیکنو ترڅنګ چی د طنز او نثر په شکل کی دیوه نجس حیوان تر عنوان لاندی دیوه چا د غندلو په باره کی وی د نجس حیوان عکس په خپل ویب سایټ کی مه نشروی یوازی لیکنه نشروی د نجس حیوان د عکس نشرول ورسره یوځای زما له نظره ستاسو په ویب سایټ کی ښه نه بریښی.