دیني، سیرت او تاریخ

حجاب په اسلام اوساينس کی(۲۴)

لیکوال: عبد الغفار جبیر

ژباړه:

هرچاکه وکړنیک عمل له نارینه وڅخه یاله ښځې څخه حال داچی دی مومن وی نوخامخاژوندون به ورکړوهرومروهغه ته ژوندطیبه (پاکیزه) اوخامخاجزابه ورکړوهرومرودوی ته اجرددوی په ډېرښه دهغو(نیکیو) سره چی دوی په (دنیاکښې) چی کولی به ئې۔ (النحل 97)

ژباړه:

اوځینی له نښو(دقدرت) ددغه (الله) دادی چی پیداکړی ئې دی، تاسی له نفسونوستاسی ښځې (جوړه) دپاره ددې چی مایل شی دوی ته (اومطمئن اوسی) اوګرځولی ئې ده، په منځ ستاسی (اودښځو) کښې دوستی اومهربانی بې شکه په دغه (پیداکولودمودت اورحمت په مینځ دازواجو) کښې خامخاډېرې نښې دقدرت دی دپاره د(هغه) قوم چی فکرکوی (دالله په صنع کی) ۔ (الروم 21)

اسلام یواځینی دین دی چی وښځوته ئې روښانه اوښکلی حقوق ورکړیدی، مخکی موږذکرکړل چی عیسایان اویهودان دښځوپه هکله څه نظرلری؟؟؟ ددوی په مقدسوکتابوکی څه لیکلی دی؟؟؟ ایاددوی داادعاچی موږدښځوحقوق غواړو دوی ریښتنی دی؟؟؟ نه هیڅ کله نه؟؟؟ دایواځی دوی خلک غولوی، داځکه چی په هغوسپیڅلوکتابوکی چی دوی ایمان پری لری په هغوکی دښځوحقوق نشته نودوی به له کومه دښځوحقوق تامین کړی،عیسایت اویهودیت دښځوحیا واخیستله، په ارزښت ئې لوبې وروکړې، دعفت پوښ ئې ورخرڅ کړ، داخلاقوسرمایه ئې ورچورکړل، اودبې حیایۍ، عیاشۍ، بې پرده ګۍ، اودناموس پلورنی یوسمبول ئې ورڅخه جوړکړ، چی اوس ټوله لویدیځ ددې وجبران ته حیران دی؛ زه به ډېرژرداټوله بحث د(دښځوحقوق په قران اوبایبل کی ) لیکنه باندی پوره رڼاواچوم، اودابه وټولولوستونکوته جوته شی چی په بایبل کی دښځې ارزښت څه دی؟؟؟ بایبل څه حقوق ورکړیدی؟؟؟ اوعیسایت اویهودیت ښځه دژوندپه کوم معیارکی ځوړنده کړېده؟؟؟ اوداسلام مبارک دین کوم حقوق ورکړیدی، اوښځه ئې دژوندوکوم لوړې مرتبې ته رسولې دې؟ اوزه داپه ډاډه زړۀ سره درته لیکم چی قرانکریم چی کوم حقوق وښځې ته ورکړیدی، ودې ټولومذهبونوته چیلنچ دی هغه که اسمانی دینونه دی اوغیراسمانی دی، چی په دوی کی دقران کریم دیوه ایات په اندازه حقوق په دې ټولومذهبونوکی نشته،په یوه حدیث مبارک کی چی کوم حقوق وښځې ته ورکول شویدی په ټولونړیوالوقوانیوکی نشته؛ هغه که دملګروملتو قوانین وی، که دبشری حقوقودسازمانوقوانین وی، هغه که دښځودحقوقودرواغژنو مدافعینوقوانین وی، اوداسی نور۔۔۔

اوس داټول مذهبونه وهرچاته معلوم دی چی، دادپټوسترګوخبره نه ده، که څه هم علماء کراموپه دې باندی ډېرې لیکنې کړیدی، خوبیابه هم زه به کوښښ وکړم چی خپل پوره تحقیق ترتاسوپوری درورسوم اوزماټولې لیکنې دثبوت سره دی ، اودهرې لیکنې سره پوره ماخذونه لرم۔

بتوفیق الله تعالی۔

نوربیا…

په اسلامي پاکه مینه

ستاسوورورعبدالغفارجُبیر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x