د ایساف دوه بې پلوټه الوتکې را وغورځېدلې
نن ټکی آسیا: د افغانستان په ختیځ کې د بهرنیو ځواکونو دوه بې پلوټه الوتکې را وغورځېدلې.
تیره شپه ناوخته بهرنیو ځواکونو په خپل یوه خبرپاڼه کې خبر ورکړ چي په تیره ورځ کې د ایساف دوه بې پلوټه الوتکې د ننګرهار ولایت د بهسود په ولسوالۍ کې او د لوګر ولایت په مرکز پول علم کې را وغورځېدلې.
او ورسره يې ادعا کړې چي دغه الوتکې د مخانیکي ستونزو له کبله را وغورځېدلې، او وايي چي په سیمه کې د مخالفینو د شتون کوم دلایل نه دي تر سترګو شوي.
تر اوسه طالبانو ددغو الوتکو په اړه کوم خبر نه دی ورکړی.