شعـــــرونه

آزادي

لیکوال: نصرت زرمتی

نه افواه د چا د خولې ده

نه اظهار د شاعرۍ ده

نه هم مدحه د مجاز ده

نه اوصاف د خال او شونډو

+++++++

ماشومتوب و شاهانه وم

پروانه وم مستانه وم

عجیبه غوندې دوره وه

ورځ له هرڅه نه خوږه وه

ټوله ورځ به ساتیري و

خوندور هر یو مضمون و

کله خاورو کې وې لوبې

کله نښې وې د کاڼو

کله سانګې د آسونو

کله کله پټپټانی

کله کله به بیا ښکار و

د کوچنکو مرغکیو

کله ځالې ورانې کړې

د معصومو چوغکیو

مور به پاک ولمبولم

ویښته غوړ او سترګې تورې

هم به ښکلې زما جامې وې

کله سپیني کله تورې

چې بهر ته به روان شوم

په جامو به مې ډیر خیال و

خو چې ګرمه به شوه لوبه

د جامو به مې بدحال و

سپیرو خاورو کې وې لوبې

نر به هغه و چې سیال و

چې راستون به شومه کور ته

په ټینګار به شومه مور ته

مورې ! ژر سه پیسې غواړم

کنه چیغې وهم ژاړم

مور به لاس په سر راتیر کړ

په یو بل طرف بې ښکل کړم

وېل بې ستا بلا پرما شه

پل دې وړاندې له هرچا شه

د پیسو ارمان به سرشو

داسې وخت داسې دوران و

بیګانه وم له غمونو

له سوچونو له فکرونو

نه کوم شرم نه پروا وه

نه هم ډار د چا دسترګو

هر یو کار مې په عیان و

که به سود او که به زیان و

+++++++++

یوه ورځ له خوږو ورځو

رابهر شومه له کوره

سمه ټکنده غرمه وه

په دیار چوپتیا خوره وه

په دې هوډ وم چې پيدا کړمه همځولي

انتظار وم ګوندې راشي له کوم لوري

خو هیڅوک ترسترګو نه شول

زموږ خړ کلي ته څیرمه

د ویالې په لور مې مخ کړ

ګوندې دلته څوک مونده شي

++++++++++

ناڅاپي مې زړه ته راغلل

اوس خو داسې سره غرمه ده

ځمکه هم اسویلي باسي

ته وا تاو دجهنم ده

نا امیده او مایوسه

د یو توت تر سیوري لاندې

په چورتونو کې لاهو شوم

سوچ بازار مې برابر کړ

د فکرونو په دنیا کې

د خوښۍ په سمندر کې

په لامبو وهلو بوخت شوم

+++++++++++

ناګهانه مې تر غوږ شوه

د یو چا د پښو څرپا وه

د چورتو دنیا شوه ورانه

نادیده وه که آشنا وه

چې بیدار شوم سر مې هسک کړ

ښاپیرۍ وه په موسکا وه

زما په لوري را روانه

په نازونو وه تنها وه

دا هم زما تر څنګ دیره شوه

د نقاب سره کږه شوه

وېل ما پیژنې زه څوک یم ؟

آیا ته پوه شوې ماشومه !

ما هم زړه نازړه له رعبه

څو الفاظ سره راغونډ کړل

چې کیسې مې اوریدلې

شاید ته به ښاپیرۍ یې

په ملا ماته له خندا شوه

له نقابه برملا شوه

ویل یې : پوه به شې نادانه

تورې سترګې سپین رخسار کې

لکه شپې د لمر په غیږ کې

رون جبین عنبري زلفې

لکه بدر په اسمان کې

د زلمو د وینو رنګ یې

خوشبوګانې وې پاشلې

خو عجیبه بې مثاله

چې ددې دنیا بوی نه و

لاس یي زما په لاس کې راکړ

وېل که تا ته وي منظوره

زه به ستا مسته لیلا شم

ستا هر رنځ ته به دوا شم

زه به ستا هغه دعا شم

چې ستا مور وه تاته کړې

ما وېل آیا؟

زه به هم هغه مجنون شم

په میرو باندې به ګرځم ؟

راحتونه به پایمال کړم؟

په آغزو باندې به ګرځم ؟

دې وېل :

فرق زما او هغې داده

د هغې عاشق تنها و

خو زما عاشقان ډير دي

له هر لور رانه چاپير دي

چې زما په دام کې ګېر دي

هغوی خوښ په خپل مسیر دي

ماوېل :

سمه ده لږ غاړه راته راکړه

ما له عشق سره اشنا کړه

په نازونو مې اګاه کړه

الفت هومرې مې سیوا کړه

چې جنون راته حیران شي

دې وېل : زما غاړه د ستا ده

د ستا مینه زما وفا ده

خو لږ صبر

چې ته زما غیږې ته راشي

له خوږ ژوند سره اشنا شي

بیا چې زما و ستا وصال وي

چې ته اوښکه د یتیم شې

سوی آه د ناوکۍ شې

چې د بورې مور سلګۍ شې

چې فریاد دخوږمن زړه شې

د شهید پاته ارمان شې

تیره غشی شخ کمان شې

چې د تورو شرنګهار شې

چې ډیوه د تور زندان شې

چې فنکار د معرکې شې

ازمویلی د جګړې شې

چې پرهر زما د سینې شې

بیا به هله رانږدې شې

++++++++++++++

تا به داسې شان خمار کړم

میخانې به درنه ځار کړم

عشق به تا باندې عاشق کړم

تا به حسن ته ښکلا کړم

تابه اُلف د زلیخا کړم

ته به ګل شې د ملالې په اوربل کې

ته به هیله د ناهید شې

ته به متن د شهکارو د تاریخ شې

ته به داسې مست جرس د انقلاب شې

ته به داسې یو افتاب شې

ته به داسې یو عقاب شې

چې عنقا به درنه ځغلي

ددې بحر تور دیبان هره بلا به درنه ځغلي

+++++++++++++

د ادب ښاپیرۍ لاس به درنه تاو کړي

ته به ټول غزل غزل شې

هر انداز به دې غزل وي

هر یو قول به دې اوبي ملغلرې

د اذهانو د فکرونو جادوګرې

که خدای وکړل ته به داسې شان نصرت شې

ته به ننګ ته به مینار د شهامت شې

ته به برم د ملت شې

ته به مینه د وحدت شې

انتخاب به د سپیڅلي شهادت شې

+++++++++++

ستاد وینو څاڅکي هومره به حسین شي

چې ارزښت به یي د حورو په جبین شي

د کوثر په می به تنده کړي درماته

د جانان په لاس به جام وړاندې شي تاته

مقدم به له هرچانه یي لقاء ته

ستا غوښتنه به درنګ نه کاندي سبا ته

د فردوس په ښار کې ګرځوه قلنګه

ښکلا اخله د رنګونو له هر رنګه

زما او ستا دې له همدې ځایه سوګند وي

چې وفا به سره کاندو

آینده کې ملاقات به مو د حورو په محفل شي

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x