
پنجشیر: تر دې دمه ۳۰ جسدونه له واورو ویستل شوي – انځورونه
نن ټکی اسیا (جمعه، کب۸مه ۱۳۹۳ل): د پنجشیر ولایت چارواکي وايي چې ځايي خلکو تر دې دمه په پریان ولسوالۍ کې ۱۷ او په دره ولسوالۍ کې ۱۳ جسدونه له واورو ویستلي دي.
پنجشیر ولایت کې د تېرې ورځې د واورو ښوېدنې له کبله تر ۲۰۰ زیات کسان وژل شوي.
د پنجشیر سرپرست والي عبدالرحمن کبیري ویلي چې تر دې دمه د واورو لاندې شویو کسانو د جسدونو راویستلو لپاره یې رسمي عملیات نه دي پیل کړي خو ولسي خلک بیا د جسدونو د راویستلو لپاره لاس په کار شوي.
کبیري ویلي چې ۱۷ جسدونه په پریان او ۱۳ جسدونه په دره ولسوالیو کې له واورو راویستل شوي دي.
کبیري پرون د کب پر ۷مه ویلي وو چې په دغه ولایت کې دوه ورځې وړاندې تر یو متر زیاته واوره وشوه او دغه ولایت ټولې لارې یې وتړلې.
هغه زیاتې کړې چې واورو ښوېدنو د پنجشیر په زیاتو سیمو کې مالي او ځاني تلفات اړولي.
په عین حال کې پرون د بدخشان چارواکو ویل چې ددغه ولایت په ماهمي ولسوالۍ کې واورو ښوېدلو ۱۸ کسان وژلي.
تر هغې وړاندې په بدخشان کې د واورو له کبله د ۲۵ کسانو د وژل کېدو خبر ورکول شوی و.
د یادونې وړ ده چې په تېرو څو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې د سختو واورو له کبله دومره زیاته مرګ ژوبله خلکو ته اوړي.
تر دې وړاندې په ۲۰۱۰ کې په سالنګ کې د واورې ښوېدنې له کبله ۱۶۰ کسان وژل شوي وو.
همدا راز په ۲۰۱۲ کې په بدخشان کې د واورو ښوېدو له کبله ۵۰ کسان وژل شوي وو او تر ۱۵۰ زیات نور ورک شوي وو.
د پنجشیر د واورو يو شمېر انځورونه
له ټولو جالبه داده چی هغه شر وفساد مولوی وګوره څه جمع باندی لمونځ ورکوی-
ځه پر ی خفه یم خو خلک باید مغرور نشی او د کابل په سړکونو بدماشی ونکړی – اوی یو کیلومتر سړک واوره هم به یو هفته کی باکولی نشی