۳ ورځي ملي ماتم، او د استاد رباني فاتحه به په ټول افغانستان کې اخیستل کیږي
نن ټکی آسیا: په افغانستان کې د استاد رباني د وژل کیدو له امله درې ورځي ماتم اعلان شو.
نن د افغانستان د وزیرانو شوری په یوه فوق العاده غونډه کې پريکړه وکړه چي د استاد رباني د وژل کیدلو له امله د پنجشنبې، جمعه او د شنبې ورځي د ملي ماتم ورځي دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر سید مخدوم رهین ویلي چي د استاد رباني مړی به د جمعې په ورځ د کابل په ښار کې خاورو ته وسپارل شي.
او زیاته يې کړه چي نن په فوق العاده غونډه کې دا پرېکړه وشوه چي په ټول هیواد کې به د ۳ ورځو لپاره ملي ماتم وي، او پريکړه وشوه چي د استاد ربانی مړی به په ځانګړو مراسمو کې د وزیر محمد اکبر خان په غونډی کې په ځانګړو مراسمو کې خاورو ته وسپارل شي.
هغه ویلي چي د افغانستان د علماو شوری پرېکړه کړې چي د افغانستان په ټولو ولایتونو کې دي د استاد رباني د جنازې غیابي لمونځ ادا کړه شي، او فاتحه دي واخیستل شي.
هغه تمه څرګنده کړې چي کیدای شي د استاد رباني په جنازه کې د ځینو هیوادو لوړ پوړي چارواکي برخه واخلي.