طالبان وايي چي تر اوسه مونږ د استاد رباني وژل کیدو مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی- خبرپاڼه

Afghan onlookers stand next to a banner featuring an image of the slain former president Burhanuddin Rabbani in Kabul on September 21, 2011. A Taliban suicide bomber with explosives hidden in his turban on September 20 assassinated Afghanistan's former president Burhanuddin Rabbani, who was leading efforts to talk peace with insurgents.نن ټکی آسیا: طالبانو د یوه خبرپاڼه په خپرولو سره هغه خبرونه رد کړه چي ګوندي هغوی د افغانستان د سولي د عالي شوری رئیس او پخوانی ولس مشر د وژلو مسؤولیت په غاړه اخیستی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لیږل شوي خپل پیغام کې ویلي چي هغه خبري ټولي بی اساسي دی چي مونږ ته د يې د استاد رباني وژنه منسوب کړې،

هغه زیاته کړې چي په دغه اړه لا زمونږ خپل معلومات نه دی بشپړ شوي، او تر هغو پوري چي دا کار نه وی شوی، مونږ په دې اړه هیڅ هم نه شو ویلای.

د ذبیح الله مجاهد دغه پيغام نن ټکی آسیا ته هم را رسیدلی چي دادی کټ مټ يې د خپلو مینه والو په وړاندي ږدو.


درباني دقتل په اړه داسلامي امارت دويندوی څرګندونې

تيره ورځ ناوخته دکابل ښار وزیر اکبرخان په سيمه کې دکابل ادارې په اصطلاح دسولې دکميسيون مشربرهان الدین ربانې په قتل ورسید ، دا چې په دې اړه زموږ معلومات لا ندي بشپړشوي نوزموږ موقف هم داده چې موږ په دې مسئله کې هيڅ هم نشو ويلای اوکومو رسنيو چې په دې برخه کې زموږ په حواله کومي خبري خپرې کړي دي هغه ټولي بې اساسه دي اويوځل بيا په دې باره کې دا وايو چې موږ دم ګړۍ په دې اړه هيڅ ويل هم نه غواړو.درویترله نړیوال خبري اژانس نه موغو ښتنه دا ده چي دهغي نا سمي ادعا په اړه چي درباني دقتل په مو ضوع کې یې زموږ په حواله دمسئولیت منلوخبر نشرکړی ژر تر ژره پلټنه وکړي موږ ته وضاحت را کړي او په را تلونکي کې دداسي بي اساسه خبرو دخپریدو مخه ونیسي دیا دوني وړ ده چي نو موړي اژا نس ځو ځله مخکې هم دا ډول خبرونه په نا سم ډول داسلامي امارت مسئو لینوته منسوب او خپاره کړي چي دا دی دا ځل یې موږ دي ته اړ کړوتر څو ټو لو نړئ والو ته وښيو چي دا اژا نس له ځانه خبرونه خپروي .
داسلامي امارت ویاندذبیح الله مجاهد

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د