لوګر کې چاودنې دوه ماشومان مړه او دوه نور ټپيان کړل

boyinjuredنن ټکی آسیا: د کورنیو چارو وزارت څخه په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چي د لوګر ولایت په مرکز پول علم کې د یوې چاودني له کبله دوه تنه ماشومان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه چي نن د کورنیو چارو وزارت څخه خپره شوې، په کښي ویل شوي چي دا پيښه نن سهار په سیمه ایز وخت د نهه نیمو بجو په شا او خوا کې د لوګر ولایت د مرکز پول علم اړوند د پادخواب په سیمه کې هغه وخت را منځته شوه،

کله چي یو ځای پر ځای کړه شوی ماین پر هغو ماشومانو وچاودېد، چي په سیمه کې لوبي کولي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دوه ماشومان د چاودني په ترڅ کې مړه او دوه نور ټپیان شول.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د