نړۍ

ابوبکر البغدادي «ترهګري» تعریفوي

نن ټکی اسیا (جمعه، کب۸مه ۱۳۹۳ل): د «اسلامي دولت» مشر ښاغلی ابوبکر البغدادي په یوه نوي غږیز کليپ کې چې په دې وروستیو کې په انترنیتي صفحو خپور شوی «ترهګري» تعریف او تشریحوي.

دغه لنډ کليپ چې معلومیږي د نوموړي له یوې وینا څخه اخېستل شوی دی، «اسلامي دولت» ته نېږدې ځېنو وېبپاڼو خپور کړی.

ابوبکر البغدادي په دغه لنډ غږیز پیغام کې ویلي چې ترهګري داده چې مسلمان، په عزت، ابرو، امن او ازاد ژوند وکړي. ترهګري دا ده چې چې د خپلو حقوقو غوښتنه وکړې او هېڅ تنازل ترې ونه کړې.

بغدادي زیاته کړې چې «ترهګري» دا نه ده چې په بورما کې دې مسلمان ووژل شي او کورنه دې یې وسوځول شي، په فليپین، اندونیزیا او کشمیر کې مسلمان ټوټې ټوټې شې او خېټې يې څېرې شي.

بغدادي وايي چې «ترهګري» دا نه ده چې مسلمان په قفقاز کې ووژل شي او له كورونو وويستل شي، ترهګري دا نه ده چې په بوسنیا، هرسک کې د مسلمان لپاره ټولییز قبرونه جوړ شي او ماشومان يې مسیحیان شي.

د اسلامي دولت د مشر په باور «ترهګري» دا نه ده چې په فلسطین کې د خلکو کورونه ړنګ شي، ځمکې یې غصب شي، پر ناموس یې تېری وشي، د مقدساتو توهین يې وشي.

د بغدادي په اند «ترهګري» دا نه ده چې په مصر کې مسجدونه وسوځول شي، د مسلمانانو کوورنو ړنګ شي، پاک لمنې مېرمنې بې عفته شي، په سیناء او نورو سیمو کې «مجاهدین» وځپل شي.

بغدادي په دغې لنډ غږیز کليپ کې وايي چې «ترهګري» دا نه ده چې په شرقي ترکستان (سینکیانګ) او ایران کې مسلمانانو ته تر ټولو بد عذاب ورکړل شي (شکنجه شي) وځورول شي، ذلیل کړل شي، سپک شي او له ادنی حقوقو هم محروم شي.

هغه وايي چې «ترهګري» دا نه ده چې په هر ځای کې د مسلمانانو څخه زندانونه ډک کړل شي. «ترهګري» دا نه ده چې د پاک لمنۍ سره جګړه وشي، په فرانسې، تونس او نورو ځایونو کې په حجاب بندیز ولګول شي او فسق، فجور او زنا خپره شي.

بغدادي مخکې وايي چې «ترهګري» دا نه ده چې رب العزه (الله جل جلاله) او دین ته ښکنځلې وشي، زموږ د نبي صلی الله علیه وسلم سپکاوی وشي. «ترهګري» دا نه ده چې په منځنۍ افریقا کې مسلمانان د حیواناتو په څېر ذبحه شي.

هغه تعجب کوي چې دغو کارونو ته نه څوک ژاړي او نه يې هم څوک بد ګڼي او دا ځکه چې دا «ترهګري» نه ده؛ بلکې ازادي، دیموکراسي، امن و امان او ګډ ژوند دی!.

بغدادي ددغه غږیز کليپ په پای کې مسلمانانو باندې غږ کوي چې پاڅون وکړي. هغه وايي هغه وخت را رسېدلی چې مسلمانان ځانونه د کمزورۍ له قیوداتو څخه ځانونه ازاد کړي، د استبداد وړاندې، د خاینو چارواکو، د صلیب، الحاد او یهودو غلامونو وړاندې ودریږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Farooq Saifuladal

برکت برکت برکت

ميرويس

اللهم اللف بين قلوبنا واصلح ذات بيننا اللهم انصرالخوان المجاهدين في سبلک في کل مکان اللهم النصرهم وثبت اقدامهم في الافغانستان وفي العراق وفي شام وفي فلسطين و في مصر۔۔۔ اللهم انت ولي نا فالدنيا ولآخره اللهم نصرنا علي القوم الکافرين۔

عابدحقانی

اللهم انصرْ إخوانَنَا المجاهدينَ في سبيلِكَ في كل مكان . اللهم انصرْ المجاهدينَ في كتائبِ القسامِ اللهم وحِّد صفوفَهُم .. واربطْ على قلوبِهِم .. اللهم صوبْ رأيَهم .. وسدد سهامَهَم وانصرْهُم على عدوَّك وعدوَّهم اللهم أجزلْ لهم العطاءَ وأكثرْ لهم الجزاءَ ، اللهم أعطهم من الأجرِ مثلما أعطيتَنا ، اللهم أحفظ قادتَهم وأمراءَهم وجنودَهم . اللهم انصرْ بهم شريعتَك وأعززْ بهم دينَك وارفعْ بهم لواءَك وأبق بهم شوكةَ الجهادِ قويةً اللهم كن أنيسَهم إذا استوحشوا وجليسَهم إذا ذكروا وجابِرِهم إذا كُسروا ومقوِّهِم إذا ضعفُوا ومغْنيهِم إذا فَقِروا . اللهم واجعلْ نيَّاتِهم صافيةًُ، وعزيمتَهم صادقةً، وقلوبَهم خاشعةً، وعقائِدَ قلوبِهم في رياضِ… نور لوستل »

وطنمل مخلص

ترټولو لوی ترهګر او فساد پیشه انسان خو همدا بوبکر مغضوبي ده، ځکه په سوریه، عراق او لبنان کې د پاکو مجاهدینو او عامو ساده زړو مسلمانانو وینې توی کړې، د جهاد واحد صف یې دړې وړې کړ، په ټوله نړۍ کې د اسلامي او جهادي حرکتونو ترمنځ اختلاف جوړ کړ، یوازې ددې له پاره چې یې د خپل امیر څخه بغاوت وکړ چې هغه ورڅخه عراق ته د ګرځیدو غوښتنه کوله، او مغضوبي خو ځکه ورته تیار نه وو، چې په شام کې د تیلو سترې زیرمې په لاس ورغلې وې. له شام او عراق څخه وروسته دادی اوس… نور لوستل »

کندهار

اللهم انصرْ إخوانَنَا المجاهدينَ في سبيلِكَ في كل مكان . اللهم انصرْ المجاهدينَ في كتائبِ القسامِ اللهم وحِّد صفوفَهُم .. واربطْ على قلوبِهِم .. اللهم صوبْ رأيَهم .. وسدد سهامَهَم وانصرْهُم على عدوَّك وعدوَّهم اللهم أجزلْ لهم العطاءَ وأكثرْ لهم الجزاءَ ، اللهم أعطهم من الأجرِ مثلما أعطيتَنا ، اللهم أحفظ قادتَهم وأمراءَهم وجنودَهم . اللهم انصرْ بهم شريعتَك وأعززْ بهم دينَك وارفعْ بهم لواءَك وأبق بهم شوكةَ الجهادِ قويةً اللهم كن أنيسَهم إذا استوحشوا وجليسَهم إذا ذكروا وجابِرِهم إذا كُسروا ومقوِّهِم إذا ضعفُوا ومغْنيهِم إذا فَقِروا . اللهم واجعلْ نيَّاتِهم صافيةًُ، وعزيمتَهم صادقةً، وقلوبَهم خاشعةً، وعقائِدَ قلوبِهم في رياضِ… نور لوستل »

دلاور سیلاب

اللهم انصر الحق اینما کان

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x